د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، چې د الکوزي بابای ملت ايليټ جام ولايتي سياليو دویمه نيمه پايله نن (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۱۳) د الکوزي کابل نړېوال کرکټ لوبغالي کې د پکتيا او خوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د کرکټ بورډ اداره وايي، چې د لوبې پچه پکتيا لوبډلمشر وګټله، خو وروسته یې بیا د توپ اچونې پريکړه يې وکړه.
د خوست کرکټ لوبډلې د سيالۍ په ۳۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پکتيا لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ.
په دغو لوبډلو کې ابراهيم ځډراڼ ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
پکتيا ورکړل شوي هدف د سيالۍ په ۳۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو سره بشپړ کړ، چې له ډلې يې فضل ځاځي ۳۴ منډې وکړې.
د کرکټ بورډ په وينا، د پکتيا له خوا ظاهر خان د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه د خوست توپ اچونکو له خوا فريد د پکتيا ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په پای کې ظاهر خان د سيالۍ غوره لوبغاړی و ټاکل شو.
ټاکل شوې ده، چې د روانې میاشتې په یکشنبې ورځ د لغمان او پکتيا لوبډلو ترمنځ پای لوبه ترسره شي.
اخوا بیا د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر شفيق الله ستانکزي، د سياليو بريالي پرمختګ ستایلو ترڅنګ زياته کړه، هر هېوادوال کولی شي، چې د خپل خوخښې ټيم د هڅولو له پاره په پای لوبه کې کابل لوبغالي ته راشي.