راپورونه وايي، چې د چين په بحر کې شدید طوفان يوه کښتۍ، چې ۴۵۸ مسافر پکې سپاره وو ډوبه کړې.
د دغو مسافرو څخه يوازې ۲۰ تنه د چينايي بحري ځواکونو د بېړنيو مرسته کوونکو له لوري ژغورل شوي او ۷ تنه نور يې خپل ځانونه د لامبو په واسطه د بحر څنډو ته رسولي دي.
امريکايي رسنۍ وايي، چې په دغه کښتۍ کې ۴۰۶ مسافر، ۴۷ د کښتۍ کار کوونکي او ۷ ملازمين سپاره وو.
په راپور کې کاږل شوي، چې د دغې پېښې له امله تر اوسه ۵ تنه په اوبو کې د ډبېدو له امله وژل شوي، خو له پېښې څخه د زياتو کسانو د وژل کېدو امکانات ليدل کيږي.
له کښتۍ څخه د وګړو ژغورلو په موخه چينايي پوځيانو هم خپل کوښښونه ګړندي کړي، چې په هغه کې ۵۰ تیز رفتاره واړه کښتۍ او ۳ زره مرسته کوونکي مسوولين برخه لري.
داسې ويل کيږي په کوم ځای کې، چې کښتۍ ډوبه شوې هلته د اوبو ژوروالی ۵۰ فوټو ته رسيږي.
دغه مسافر وړونکې کښتۍ د ۱۳۰ کيلو مټر في ساعت په سرعت طوفان له امله چپه شوې.
د کښتۍ طول ۲۵۱ فوټ او عرض يې ۳۶ فوټه ويل شوي او د (چينګ یانګ ایسټرن) مسافر وړونکي کمپنۍ پورې اړه لري.
امريکايي رسنۍ ويلي، چې له پېښې وروسته د کمپنۍ له لوري کوم عاجل اقدام نه دی شوی.
په کښتۍ کې د سپاره مسافرو عمر له ۵۰ څخه تر ۸۰ کلونو ويل شوي او په (یانګ زي) بحر کې د سیاحت په موخه وتلي وو.
د چين لومړي وزیر لي چيانګ د پېښې سيمې ته رسيدلی او د مسافرو د ژغورلو په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکی هم شوی.