په هندوستان کې د ګرمۍ د څپو له امله شاوخوا ۱۱۰۰ تنه وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د هندوستان د هواپېژندې ادارې د معلوماتو له مخې دغه ګرمې څپې به یو څه وخته پورې دوام ولري.
د هندوستان جنوبي سیمې تر ټولو ګرمې او وچې سیمې دي، د همدې له امله د مړو شمېر په کې زیات شوی دی. په وژل شویو کسانو کې زیات د ډېر عمر لرونکي کسان، مزدوران او بې ګوره خلک دي.
د ګرمۍ د زیاتوالي له امله په نوي ډیلي کې د سړکونو قیر ویلي شوی دی، د هوا پېژندې اداره وايي، چې په راتلونکو ورځو کې به ګرمي نوره هم زیاته شي.
هندوستان ټایمز د د هواپېژندنې ادارې دمشر پراکاش له خولې لیکلي، چې د اټکل له مخې به د هندوستان په پلازمېنه کې د حرارت درجه ۴۵ سانتي ګریدو په شاوخوا وي.
د ده په وینا د جرارت په درجه کې ټیټیوالی نه لیدل کېږي، خو اټکل کېږي، چې په ۲ د جون باندې بارانونه پیلیږي او د موسم د بېرته ښه کېدلو امکانات لیدل کېږي.
په هندوستان کې دغه مړینې د اندرا پرديش په ایالت کې کې شوي، چې د می له ۱۸ نېټې نه تر اوسه په کې ۹۰۰ وګړي وژل شوي دي.
په ګاونډي ایالت تیلنګانا کې د ۴۸ سانتي ګرید حرارت درجې له امله تر اوسه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
همدارانګه په لویديځ بنګال کې ۱۳ او په اوړیسه کې ۱۱ تنه وګړي ګرمۍ د مرګ کومي ته لېږلي دي.