نریندرا مودي: په افغانستان کې سوله او ثبات د چین او هند په ګټه دی

د هندوستان لومړی وزیر نريندرا مودي چين ته په ۳ ورځني رسمي سفر تللی دی او هلته یې ددواړو هیوادونو په او د سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

هندي لومړی وزیر په خپلو خبرو کې د سیمې امنیت او ثبات له پاره د افغانستان سوله او ثبات مهم ګڼلي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ویلي دي، چې چین ته د ده د سفر ګټه به نه یواځې دې دواړو هیوادونو ته ورسيږي؛ بلکې د سیمې د ثبات او ودې له پاره هم ډيره ګټوره ده.

مودي زیاته کړې ده، چې د دې سفر په لړ کې به د چین او هندوستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي او ستونزو ته به عادلانه د حل لاره ولټوي.

همدا ډول دغه لوړپوړي هندي چارواکي له چیني سوداګرو او پانګوالو غوښتنه کړې، چې په هندوستان کې دې پانګونه وکړي.

چین ته په سفر تللی هندي لومړی وزیر زیاتوي، چې په سیمه او نړۍ کې د چين او هندوستان زیاتې ګټې مشترکې دي.

چيني او هندي چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو او مشکلاتو په اړه دوه اړخیزې خبرې وکړې او د اړیکو په زیاتولو او د اقتصادي همکاريو په اړه یې خبرې وکړې.

په همدې لړ کې دواړو هیوادونو په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاريو ۲۴ تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د دغو دوه اړخیزو همکاريو د مالي لګښت لپاره ۱۰ میلیارده ډالر ټاکل شوي دي چې په ټاکل شويو ۲۴ برخو کې به ترې ګټه واخیستل شي، چې له هغې شمېرې څخه په هندوستان کې د ۲ صنعتي پارکونو جوړلو په چارې هم هوکړه شوې.

له دغو لېدنو، کتنو وروسته د چین او هندوستان لومړي وزیرانو ګډې خبرې غونډې ته خبرې وکړې او دواړو مشرانو ټېنګار وکړ، چې ترمنځ سرحدي ستونزې به په سوله ییز او عادلانه چاپیریال کې حل کړي.

د چین ولسمشر جی پېنګ په خپلو خبرو کې وویل، چې چین او هندوستان باید د خپلو مسایلو په اړه په څپلو کې باور رامنځته کړي او دستونزو دحل له پاره شریکې هلې ځلې وکړي.

جي پېنګ زیاته کړې، چې د هندوستان او چین ترمنځ د شخړو او د اړیکو د خرابېدو لامل نه باور او پر یو بل د شک فضا ده.

د هند او چین اړیکې او پر افغانستان یې اغیز

دخبري ناستې پر مهال هندي لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه هم څرګندونې وکړې.

نريندرا مودي زیاته کړه، چې په سیمه کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه او خوځښتونه نه یواځې د هندوستان بلکې د چین له پاره هم خطرناک دي او دواړه هیوادونه یو ډول د ترهګریزو ګواښونو سره مخ دي.

نریندرا مودي دخپل چيني سیال سره دخبرو پر مهال دافغانستان یادونه هم وکړله او په افغانستان کې یې د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

مودي وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات د چين او هندوستان دواړو هیوادونو په ګټه.

دچارو د شنوونکو په نظر د هندوستان او چین ترمنځ د اړیکو نږدې کېدل او ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نه یواځې دا چې د دوی دوه هیوادونو له پاره سودمنې دي؛ بلکې په دې سره به په سیمه کې وضعیت کې هم توپیر ومومي.

چین او هندوستان دواړه هیوادونه له افغانستان سره ښې، خوږې او ژورې اړيکې لري او دا دواړه هیوادونه په افغانستان کې په بېلا بېلو رغنیزو او بنسټيزو کارونو بوخت دي.

افغان چارواکو هم له دې دواړو هیوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې ته وده ورکړي او د سولې په را وستو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د هندوستان او چین ترمنځ په ۱۹۶۲ میلادي کال کې د پولو پر سر جګړه هم شوې وه، چین دعوه کوي چې د هندوستان اروناچل پردیش د چین ځمکه ده او هندوستان بیا دعوه کوي، چې د چين شمال لودیځه څنډه اکسای چن دهندوستان پورې تړاو لري.

همدا سرحدي ستونزې ددې سبب شوي چې په سیمه کې دواړه هیوادونه د خپل اثر اواغیز زیاتولو له پاره شپه، ورځ هلې ځلې وکړي.

له پاکستان سره د چین بې سارې همکاري یو سبب هم ددواړو هیوادونو ترمنځ همدغه سرحدي ستونزې په ګوته کيږي؛ خو اوس دواړو هیوادونو هوکړه کړې چې سرحدي ستونزې به د خبرو اترو له لارې حل کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام