د فرخندې د وژنې په تور۴ تنه په اعدام محکوم شول

د فرخندې د قتل په دوسیه کې ۴۹ تنه تورن پېژندل شوي و.

د فرخندې د قتل دوسیې د څېړلو په تړاو په کابل کې ابتدایه محکمې ۴ تورنو ته د نوموړې د وژنې په تور د اعدام سزا واوروله.

د دې دوسیې څارنوال د تورونو ډله په ۳ برخو ویشلې وه، چې لومړۍ برخه يې وظيفوي غفلت، دویمه يې اصلي عاملان او درېیمه برخه يې هغه حکومتي مامورین، چې د خپلو صلاحيتونو څخه يې ګټه نه وه پورته کړې.

زین العابدین مشهور په زین الدین، د شاه دوشمشیره زیارت تعویض لیکوال، محمد شریف مشهور په شرف بغلاني، محمد یعقوب او عبدالبشیر د هغو کسانو له ډلې نه دي، چې په اعدام محکوم شوي دي.

دغې محکمې ۸ تنه نور تورونو ته د ۱۶ کاله بند سازا واور وله او ۱۸ نورو ته یې د اسناد او کره دلایلو په نه شتون کې د برائت حکم صاد کړ.

د محکمې قاضي صفي الله مجددي د درېیو تورونو، چې پهلوان، پادشاه او محمد حسن نومیږي پولیسو ته یې د نیولو امر وکړ.

مجددي زیاته کړه، د دغې محکمې حکم نهايي نه دی او تورن کسان کولی شي چې استیناف طلبه شي.

د محکمې په دې ناسته کې د فرخندې مور او پلار هم ګډون درلود او قاضي نه یې وغوښتل، چې عادلانه قضاوت وکړي.

قاضي وویل، د ۱۹ پولیسو په برخه کې چې په وظیفوي غفلت تورن پېژندل شوي دي د راتلونکې شنبې په ورځ د محکمې حکم واورول شي.

د فرخندې د قتل د دوسیې د څېړلو د محکمې په لومړۍ ورځ ( غويي ۱۲) علني غونډه کې د محکمې قاضي امنیتي مسولین په دې تور احضار کړل، چې د فرخندې په پېښه کې یو ښکېل عرب ازاد کړی دی.

په همدا ډول محکمې قاضي د دویمې حوزې د پولیسو د کشف امر د فرخندې په دوسیه کې تورن یاد کړ او حکم یې وکړ چې ونیول شي.

د محکمې په دویمه ورځې ( ۱۳ ثور) ناسته کې د محکمې قاضي د افغاني نژاده عرب د نیولو او دوه پولیس افسرانو د تحقیق حکم یې صادر کړ.

د محکمې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو رییس جنرال ظاهر ظاهر، د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د امنیه قومندانۍ د مخابرې امر، د دوېمې حوزې د مخابرې مسول او دوه نور امنیتي مسولین د فرخندې د وژنې د دوسیې په تړاو د محکمې په غونډه کې موجود و.

د محکمې په درېیمه غونډه کې د فرخندې دوسیې ته د لاس رسي او مدافع وکیلې مودلي د محکمې له قاضي د دوسیې د کره څېړنې او د فرخندې قتل عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتونکې شوه.

کي مودلي د پېښې په ورځ د پولیسو له چلند نه سخته نیوکه وکړه او وویل، چې پولیسو د خلکو د تیت پرک کولو له پاره څه نه دي کړي.

د محکمې د غونډې په ترڅ کې د فرخندې د دوسیې څارنوال امنیتي چارواکي د پېښې په ځای کې په بې مسولیتۍ تورن کړ.

له بل لوري هماغه مهال د تورنو کسانو مدافع وکیلانو د محکمې چلند سلیقوي یاد کړل او ټولې ادعاوې یې بې بنسټه و بللې.

۲۸ کلنه فرخنده له نوي کال نه ۲ ورځې وړاندې د شاه دوشمشېره په سیمې کې د قرانکریم د سوځولو په تور د قهرجنو خلکو له لوري لومړی و وژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.

د فرخندې وژنې په هېواد کې دننه او هېواد بهر زیات غبرګونونه راوپارول او اعتراض کوونکو له دولت نه پر قتل د تورنو کسانو د محکمې غوښتنه کوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام