وسله والو طالبانو د ډزبندۍ وړاندیز رد کړ

په قطر کې په یو سیمه ییزکنفرانس کې د وسله والو طالبانو او افغان لوري ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې پرته له کومې پایلې پای ته رسيدلي دي.

د وسله والو طالبانو یوه استازي ویلي، چې د افغان پلاوي له اړخه د جګړې د ډزبندۍ وړاندیز یې رد کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس په قطر کې د طالبانو له یو مشر سره په ټېلفون خبرې کړي او ورته یې ویلي دي د دوی او افغان پلاوي ترمنځ هوکړه وشوه، چې د سولې د خبرو په اړه به په نږدې وختونو کې، ديوې بلې ناستې په ترڅ کې په سعودي عربستان کې سره مخامخ شي.

دغه طالب استازي ویلي، چې افغان پلاوي ترې د ډزبندۍ غوښتنه کړې، خو طالبانو انکار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر هغې بهرني سرتيري په افغانستان کې وي دوی به له جګړې لاس وا نخلي.

پټه دې پاتې نه وي، چې په دغه ناسته کې د حزب اسلامي استازي هم ګډون لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني کاکا قيوم کوچي له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او سوله ییزه فضا رامنځته کړي.

قيوم کوچي دا هم ویلي، چې د پخوا په پرتله اوسمهال بهرني سرتيري په افغانستان کې ډير کم شوي او د وضعیت په ښه کېدو سره به دغه شمېر نور هم را کم شي.

خو د خپاره شويو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د قيوم کوچي خبره ځمکې ته غورځولې او له ډز بندۍ یې انکار کړی.

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د مجاهدينو د بريا په لمانځغونډه کې ويلي و، چې د سولې دخبرو په تړاو د هلو ځلو سره سره به جګړه هم دوام ولري او " افغانان باید د دې جګړې له پاره چمتوالی ونیسي"

په قطر کې د سولې په تړاو د پګواش د غیر رسمي کانفرانس په درشل کې طالب استازو د سولې خبرو له پاره خپل شرطونه او غوښتنې هم په ډاګه کړې.

په دې ناسته کې د طالبانو په استازولۍ له ۸ کسیز پلاوي شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو له خوا اعلامیه واوروله.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت دې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په رسمیت وپيژني.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال په ۲۰۱۳ زیږديز کال کې د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو له پاره په قطر کې دفتر پرانیست، چې د حامد کرزي له توند غبرګون سره مخ شو.

د کرزي حکومت ګوته وڅنډله، چې د افغان دولت په موجودیت کې کومې وسله والې ډلې ته بېله پيژندګلو ورکول دوی ته د منلو وړ نه ده.

هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر دروازې د طالبانو د اسلامي امارت بېرغ پورته کړی شوی و، چې د کرزي د حکومت د غبرګون له کبله بېرته کوز او د سولې د خبرو په برخه کې یو بل خنډ هم پېدا شو.

د پګواش کانفرانس په غونډه کې د طالبانو استازي عباس ستانکزي دا هم وویل، چې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو وتل د سولې د خبرو په کامیابۍ کې رول ادا کولی شي.

عباس ستانکزي وویل، د افغانستان د سولې په اړه له بېلا بېلو بهرنيو هیوادونو سره خبرې ګټه نه لري، ستانکزي د کوم هیواد له نوم اخیستو پرته زياته کړه، چې ځېني بهرني هیوادونه افغان سوله د خپلو ګټو پر اساس څرخوي او له افغان سولې هغه ډول تعبیر اخلي څنګه، چې دهغوی په ګټه وي.

د طالبانو استازو ټېنګار وکړ، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته کولی شي، چې دافغانستان د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.

دوی په افغان حکومت نیوکه وکړه، چې د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره یې یو مشخص چوکاټ نه دی جوړ کړی او د دوی پر ځای د نورو هیوادونو سره په افغان سوله خبرې کوي.

که څه هم افغان حکومت په قطر کې د پګواش د ناستې په اړه وییلي و، چې دا غیر رسمي ناسته ده او طالبانو هم ویلي و چې په دې کې به د افغان سولې یا مذاکراتو په اړه رسما څه نه ویل کيږي.

خو د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري رسنيو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د پګواش ناسته دافغان امن مذاکراتو د پیل له پاره یوه ښه پېلامه ده.

له افغانستانه د سولې په اړه دغه کنفرانس ته یو ۲۰ کسیز پلاوی تللی و، چې مشري یې د ولسمشرغني کاکا قيوم کوچي کوله او د سولې دعالي شورا ځېني غړي هم په کې شریک وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام