په قطر کې دسولې په تړاو غیر رسمي ناستې ګټورې نه دي

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ ( د می ۳مه) د قطر په پلازمینه دوحه ښار کې د طالبانو استازي، د افغان سولې عالي شورا ځېني غړي، او د ځینو هېوادونو استازي د سولې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه سره شریک کړي.

په دې اړه طالب چارواکو پاکستاني رسنيو ته ویلي، د قطر په کنفرانس کې چې د بېلابېلو افغان خواوو په ګډون جوړېږي برخه اخلي؛ خو د دوی په وينا د افغانستان سولې په اړه به خبرې ونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته ويلي، چې د قطر په کنفرانس کې به د طالبانو له لوري ۸ تنه ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې مولوي سېد رسول حليم، شېرمحمد عباس ستانکزی، مولوي جان محمد حنیفي، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، حفیظ عزیز الرحمن او محمد سهیل شاهین به د کاناډا مېشتې ټولنې پګواش (Pugwash) له لوري ترتیب شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپریس تربيون په حواله، په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا ۲۰ کسیز پلاوی د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي حزب له استازو سره يوځای ګډون وکړي.

سلام وطندار ته را رسيدلي راپورونه وايي،  چې د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد او مرستیال عطا الله لودین د سولې د شورا په ۲۰ کسیز پلاوي کې شامل دي.

اکسپرېس تربيون ورځپاڼې ته ذبیح الله مجاهد زياته کړې، دوی ډاډه دي، چې کنفرانس د برخوالو له پاره یو فرصت برابروي، څو په افغانستان کې د سولې په برخه کې نظرونه سره تبادله کړي.

اخوا د سياسي چارو ځينې شنونکي بیا سلام وطندرا ته وايي، چې په قطر کې د سولې په اړه غېر رسمي خبرې به مثبت اغیز ونه لري.

د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار سلام وطندار ته وویل، چې یاده دوه ورځینۍ غونډه غېر رسمي ده او د سولې عالي شورا په استازېتوب مولوي عطاالله لودین او شهزاده شاهد به پکې ګډون کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی به يواځې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي نه دا چې د خبرو اترو له پاره به استازي ټاکي.

طالبانو د دې غونډې په اړه په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ټاکل شوې دمی په ۳مه د پګواش نړېوالې موسسې په کوربه توب په قطر کې دوه ورځنۍ څېړنېز کنفرانس جوړ شي.

پګواش یو څيړنیز کاناډایي مرکز دی، چې د قطر په ګډون په یوشمیر هېوادونو کې مرکزونه لري او وړاندې یې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه هم ګټلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په کابل د غوايي ۸مې یا د مجاهدېنو د بریا لمانځغونډې ته په وینا کې، که له یوې خوا له افغان امنیتي ځواکونو مننه وکړه، چې د ترهګری پروړاندې د خپل سره په بدل کې جنګیږي له بل لورې یې سوله هم د ټولو افغانانو بنسټېزه غوښتنه وبلله.

غني وویل، سوله غوره ده او په هېواد کې د تلپاتې سولې او د قانون ټینګښت له پاره به جدي هلې ځلې کوي.

خو د سیاسي شنونکی وحید مژده بیا په قطر کې د ددې ناستې  په اړه وایې، چې د سولې پربهیر به کوم مثبت اغیز ونه کړي، ځکه په وینا یې حکومت د سولې له پاره روښانه تګلاره نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې که د افغان حکومت له لوري حالات همداسې دوام وکړي، نو تر راتلونکو دوو نورو کلونو پورې به هم د سولې خبرې اترې پېل نه شي.

دسولې دخبرواترو پروسه او د ولسي جرګې غوښتنې

بل خوا دولسِي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدير هم په عمومي غونډه کې وویل، چې د سولې په اړه هرډول پرېکړې دې له ولسي جرګې سره شریکې شي، چې دا جرګه یې بیا له ټولو پریکړو د فاع وکړي.

قدیر زیاته کړه، چې د قطر غونډې په اړه دوی د رسنیو له لارې خبرشوي دي.

ټاکل شوې ده، چې د قطر د دوشنبې ورځې په کنفرانس کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په استازېتوب قریب الرحمن سعید او غیرت بهیر هم برخه واخلي.

په قطر کې افغان او طالب استازو ته داسې مهال د مخامخ خبرو اترو زمینه برابریږي، چې طالبانو د حکومت او بهرنیانو پر ضد د عزم ترنامه لاندې د پوځي عملیاتو اعلان کړی او همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

پاکستان د فبرورۍ په میاشت کې اعلان کړی و، چې طالبان یې د سولې خبرو ته تیار کړي خو ګڼ شمېر افغان شناندو د پاکستان پر وینا او ارادې شک ښکاراوه او ویل یې چې ممکن پاکستان غواړي په دې ډول د طالبانو لپاره وخت واخلي او هغوی یو وار بیا د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د پسرلي او دوبي په جګړو کې وازمويي.

که څه هم تېر کال هم د ناټو او امریکا پوځیانو افغان ځواکونه په جګړه کې یوازې پرې ایښي ول، خو کله نا کله یې هوايي حملې کولې مګر دا ځل افغان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه هم بې برخې دي.

یاده دې وي، چې دا درېم ځل دی طالبان د افغانستان د حکومت او د سولې د شورا له غړیو سره په کنفرانسونو کې ګډون کوي، طالبانو له دې وړاندې په فرانسه او جاپان کې په ورته کنفرانسونو کې برخه اخیستې وه، خو طالب چارواکي بیا په دواړو غونډو کې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه شول.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام