کندوز د طالبانو تر ګواښ لاندې

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي وايي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۶ کیلو مترۍ ته رارسېدلي دي او د دې ولسوالۍ  لومړۍ حوزه  یې له افغان امنيتي ځواکونو نیولې ده.

دی وايي، چې اوسمهال د امام صاحب ولسوالۍ ښار ته څېرمه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

قریشي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې امنیتي ځواکونو ته تر دې مهاله کومه مرسته نه ده رسېدلې او د طالبانو پر وړاندې په سختې جګړې بوخت دي.

سرچینې زیاته کړه، چې تر دې مهاله د تلفاتو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

د کندوز ولایتي شورا مرستیال امرالدین وايي، چې طالبانو ۲۸ امنیتي ځواکونه ځانه سره برمته کړي دي.

د شورا د مرستیال په وینا دغه برمته شوي ځواکونه د سیمه ییز پولیس دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوې بلې ډلې د کندوز ولایت په ګورتپه سیمه برید وکړ او یو شمېر سیمې یې نیولي دي.

د کندوز مرستیال والي عبدالواسع باسل دا خبره مني او وايي، چې دا د امنیتي ځواکونو جګړه ییز تکتیک و.

د ده په وینا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له پاره یې په شاتګ کړی او بیا ځلي یې پر طالبانو برید کوونکې حملې پیل کړي دي.

باسل زیاتوي، چې په دې نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی.

د کندوز امنیه قومندان صبور نصرت یار وویل، د برید کوونکو په ډله کې د داعش ډلې خلک هم لیدل کیږي.

وروسته له دې، چې طالبانو د پسرلنیو بریدونو خبر وکړ د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر لپسې بریدونه وشول.

طالبانو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ برید وکړ او له امنیتي ځواکونوڅخه  یې ۴ ولسوالۍ ونیولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام