پلازمېنه کې د روږدو کسانو شمېر د اندېښنې وړ دي

په هېواد کې په نشیې توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې تر سره شوې ده، له مخې یې په هېواد کې شاوخوا ۲ میلیونه هېوادوال په نشه یي توکو روږدي دي.

د روغتیا وزارت د نشه یي توکو د غوښتنې د کچې د کموالی برخې مسول ډاکتر فواد عثماني دغې شمېر ته په اشارې وویل، چې په هېواد کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو د شمېر د معلومولو له پاره د امریکا د متحده ایالاتو د قانینو د تنفیذ ادارې په ۲۰۰۹، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو یوه نیمګړې سروې کړې، ځکه  چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر په ځانګړي توګه په ولایتونو کې په کره توګه نه و معلوم کړی.

عثماني د روغتیا وزارت د روږدو کسانو په برخه کې د بودیجې په اړه وویل، چې د دغه وزارت بودیجه د لګښت پر اساس د کلنۍ هغې په پرتله کمه لګولې ده.

د روغتیا وزارت بودیجه څلور میلیونه ډالرو ته رسیږي.

په هېواد کې ټول ټال د نشه يي توکو د پرېښودو ۱۰۱ دولتي او نادولتي مرکزونه لري.

عثماني په دې باور دی، چې په نشه یي توکو د رودو وګړو د راټولونې مسوولیت یواځې د روغتیا وزارت کار نه دی.

دی وايي، چې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت هم مسوولیت لري چې د نشه يي توکو د پلورونکو مخه ونیسي او د حج او اوقافو وزارت هم په دې برخه کې مکلف دی چې له اسلامي اړخه د نشه یي توکو د کارونې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د جنګلک د ۳۰۰ بستریز روغتون رییس داکټر ظاهر سلطاني وايي، نشه يي توکي په ښکاره ډول د ښار په هره بره کې پلورل کیږي او دولت په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

عبدالله چې ۵ میاشتې کیږي، چې د چنګلک په روغتون کې بستر دی وايي، چې په ایران کې په نشه یي توکو روږدی شوم او ۷ کلونه مې نشه یي توکي څکول، تر دې چې په دې روغتون کې بستر شوم.

ظاهر یو بل روږدی دی، دی وايي چې له ۱۳۷۰ کال نه را په دې خوا نشه توکوته یې مخه کړې ده او له ۶ میاشتو را په دېخوا په دې روغتون کې بستر دی او په یاده موده کې یې په خپل ټول وس سره هڅه کړې ده  چې نشه یې تکي پرېږدي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي که چېرې دولت د روږدو کسانو په راټولونه او ساتنه کې لاس په کار نه شي؛ ښايي چې په راتلونکي کې به ننګونې راولاړې کړي.

تر دې وړاندې په نشه يي توکو روږدي د پل سوخته، علي مردان په بڼ، د کابل سیند غاړې او حضوري چمن په سیمه کې اوسېدل، دا مهال په تفریحي پارکونو او عمومي اماکنو کې په ښکار توګه نشه يي توکو کاروي.

په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دی چې یو شمېر کار پوهان په دې باور دي، چې دولت د دې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام