د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش په افغانستان د بشري حقونو د راتلونکي غونډې په دويمه ورځ د دغه وينا ترڅنګ زياته کړه، چې د اساسي قانون دویم فصل به د سولې په خبرو اترو کې د حکومت د سرو کرښو څخه وي.
نوموړي وویل، چې حکومت باید د تېرو ۱۳ کلونو لاس ته راوړنو د خونديتوب له پاره جدي تدابير په پام کې ونيسي.
سرور دانش زياته کړه، چې د مخالفو وسله والو له لوري د بشري حقونو نقض اوج ته رسېدلي او حکومت باید د مخنيوي په برخه کې يې کوټلي ګامونه واخلي.
د ولسمشر دویم مرستيال د هېواد د ټولو عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون په جدي ډول تطبیق کړي، ځکه د نوموړي په وينا په دغه قانون کې هيڅ داسې ماده نشته، چې د اسلام دين سره په ټکر کې وي.
ده ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د عدليې وزارت د قوانينو په کمېټه او وزیرانو شورا کې د بشري حقونو کمېسيون هم برخه اخلي.
اخوا بیا د بشري حقونو کمېسيون مشره سيما سمر له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د معافيت فرهنګ باید له منځه یوسي او مجرمينو ته د خپل عمل سزا ورکړي.





