ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو وروسته یو ځل بیا ددوهمه درجه لوبډلو خلاف د لوبو ډګر ته ووځي.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دافغانستان او یو شمیر نورو مخکښو دوهمه درجه لوبډلولپاره د نړیوالو څلور ورځنیو (انټرکانټینینټل کپ) سیالیو مهال ویش اعلان شو.
ددې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به افغانستان له سکاټلیندۍ لوبډلې سره د دوی په کور کې د لوبې ډګر ته ووځي.
دیادونې وړ ده چې دواړو افغانستان او سکاټلینډ د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب په ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړ چې په کې افغانستان دغه سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو لومړی پړاو به راتلونکې میاشت اپریل کې پیل او تر جون میاشتې به روان وي.
په لومړي پړاو کې به لومړۍ لوبه کې د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډۍ لوبډلې کوربه وي او افغانستان به سکاټلینډ ته ورځي.
په دریمه لوبه کې به هالینډ له پی این جي سره او په وروستۍ لومړي پړاو لوبه کې به نمیبیا له هانګ کانګ سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې چې د سیالیو دوهم پړاو لوبې به دروان کال اګست څخه تر نومبر پورې ترسره شي چې په کې افغانستان دوهمه سیالۍ کې د پي این جي لوبډلې خلاف ولوبېږي.
دریم پړاو لوبې به د ۲۰۱۶ کال له فیبرورۍ څخه تر جون میاشت ترسره شي چې په کې به افغانستان دریمه لوبه له نمیبیا لوبډلې سره ترسره کړي.
د سیالیو څلورم پړاو لوبې به د همدی کال اګست څخه تر نومبر پورې وشي چې په کې افغانستان له هالینډۍ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د سیالیو په وروستي دریم ۲۰۱۷ کال کې به له فیرورۍ څخه تر جون پورې پنځم پړاو لوبې پیل شي چې پکښي به افغانستان له ایرلینډ سره لوبه وکړي.
د همدی کال جولای څخه تر نومبر پورې به شپږم پړاو کې افغانستان له هانګ کانګ لوبډلې سره لوبه وکړي او له نومبر تر دیسمبر میاشتی پورې به افغانستان د عربي اماراتو خلاف وروستۍ اوومه لیګ لوبه ترسره کړي.
دیادونې وړ ده چې د انټرکانټینیټل کپ سیالۍ په ۲۰۰۴ کال پیل شوي چې په کې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان په لومړي ګډون سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره داتلولۍ جام ترلاسه کړ خو وروستی یې بیا دغه اتلولي ایرلینډ ته وبایلله.
د کرکټ نړیوالی شورا د پلان له مخې به د دا ځل (کپ) ګټوونکي لوبډله به د ټیسټ کرکټ لسمې درجې لوبډلې سره ددوه ټیسټ لوبو ترسره کولو چانس ترلاسه کړي.
ددې سیالیو په ترڅ کې به د افغانستان او ایرلینډ پرته خو د نیپال او کېنیا په شاملیدو به ۸ لوبډلې یو بل سره دوه دوه یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې موخه یی ۲۰۱۹کال کرکټ نړیوال جام سیالیو ته غوراوې ښودل شوی.
ویل کېږي چې افغانستان او ایرلینډ ته دا امتیاز ورکړل شوی چې په نړیواله درجه بندۍ کې ډیرې یو ورځنۍ لوبې له ټیسټ لوبډلو سره برابری کړي او نیغه په نیغه په نړیواله درجه بندۍ کې د ۸ م مقام په خپلولو په ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې چې د انګلستان په کوربتوب به ترسره شي د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.