د بوم بوم اپریدي د کرکټ وروستی باب

د ۲۰۱۵ کال نړیوال کرکټ جام سیاليو کې له ګډون وروسته دبوم بوم نوم مشهور الراونډر شاهد اپريدي د یو ورځنيو لوبو سره مخه ښه وکړله.

شاهد اپریدی چې پاکستانۍ لوبډله کې په لالا یادېده دکرکټ دنړۍ مینوالو هغه دبوم بوم په نوم یو خطرناک توپ وهونکي په نوم پيژنده.

دپاکستانۍ کرکټ لوبډلې دغه پښتون لوبغاړی په ۱۹۸۰زیږديز کال کې دخیبر پښتونخوا کې زیږېدلی او دکرکټ پیل یې د۱۹۹۶ څخه کړی چې لومړۍ لوبه یې د کینیا هیواد په خلاف ترسره کړې ده.

اپریدی پاکستاني لوبډلې ته د یو سپینر بالر په توګه لاره پېدا کړه خو ډير ژر یې په توپ وهنه کې خپل نوم وځلوه.

د شاهد خان اپریدي د شهرت پیل په دویمه سیالۍ کې د سریلنکا په خلاف تیزه لوبه وه چې یواځې په ۳۷ بالونو یې ۱۰۰ منډې په خپل نوم کړې.

له دې وروسته شاهد اپريدی د توپ اچوونکو له پاره تر ټولو برید کوونکی او ویروونکی بیټسمېن وپيژندل شو او میدان ته په دننه کېدو به د نندارچیانو روحیه بدله شوه.

که به بالر لاس بری شو او اوټ به یې کړ نو بالر به دسکون ساه کش کړه او که به پاتې شو نو بالرانو ته به یې په شین اسمان ستوري وښودل.

د خپل ۳۵ کلن کرکټ په تاریخ کې اپریدي ۲۷ تېسټ لوبې او ۳۹۸ یو ورځنۍ او ۵۹  شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې ده.

په تېسټ کې ۱۷۱۶  په یو ورځنيو لوبو کې ۸ زره ۶۴ منډې جوړې کړي دي.

دا چې اپریدی سپېنر بالر هم و نو په تیسټ لوبو کې یې ۴۸ او یو ورځنيو لوبو کې ۳۹۵  ویکټې په خپل نوم کړي دي.

د دنیا ددغه نه هیرېدونکي لوبغاړي وروستۍ لوبه د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیاليو د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا سره ورستۍ هغه وه چې دده دکرکټ د تاریخ وروستی باب یې وتړه او تېسټ او یو ورځنيو لوبو سره یې خدای په اماني وکړله.

د یادونې ده چې له دې وروسته به شاهد اپریدی یواځې په ۲۰ اوریزه سیاليو کې تر سترګو کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام