هندي کپتان: د دویمې درجې لوبډلو په خلاف لوبې ته وخت نه لرو

هندي کپټان مهندر سینګ ډهوني که څه هم له خویه ډیر ښه انسان او کرکټر شمیرل کېږي او له همدې کبله یې یواځې په هندوستان کی نه بلکې د نړۍ په کونج کونج کې مینه وال پېدا کړي، خو وروستۍ څرګندونې یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

مهندر سینګ ډهوني د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب په ۲۰۱۵ م زيږديز کال کې د کرکټ نړېوال جام سیالیو کې عربي اماراتو ته د هندوستان د ۹ ویکټو ماتې ورکولو وروسته ویلي، چې د دوهمې درجې لوبډلې د هندوستان خلاف سیالیو ته تیارې نه دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې هندوستان په ډیره اسانۍ سره د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله د اشوین او روهیت شرما د ښکلي بالینګ او بیټینګ په مټ په اسانۍ سره له ماتې سره مخ کړه.

ډهوني ویلي، چې اوسمهال هندوستانۍ لوبډله دومره بیکاره نه ده پاتې، چی د دوهمې درجې لوبډلو سره د سیالیو لپاره و لوبېږي.

د نوموړي په وینا، دوی کافي مصروفه مهال ویش لري او  وخت نه لري ، چې په یوه ورځ له دوهمې درجې لوبډلو سره دوې لوبې و کړي.

د کرکټ نړېوالې شورا له خوا ۲۰۱۹ کال کرکټ نړېوال جام سیالیو ته یواځې ۱۰ لوبډلې لاره پیدا کولای شي، چې ۸ مخکې لوبډلې په نړېواله درجه بندۍ کې د لومړي څخه تر ۸  مقام لرونکي لوبډلې نېغ په نېغه، خو دوې لوبډلې به ورته د ټاکنیز پړاو څخه لاره پېدا کولای شي او باید د دې لپاره دوهمه درجه لوبډلې افغانستان او ایرلینډ د نورو ټیسټ لوبډلو په څیر زیات نړېوالې سیالۍ د ټیسټ لوبډلو خلاف ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دهندوستان د بالینګ خلاف د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډله یواځې په ۳۲ م اور کې په ۱۰۲ منډو وسوځېده.

د عربي امارات کرکټ ملي لوبډله د خپل کرکټ په تاریخ کی له  ۱۹۹۶ زيږديز کال وروسته د دوهم ځل لپاره په کرکټ نړېوال جام سیالیو کې لوبیږي، چې د روان کرکټ نړېوال جام سیالیو کې يې ترټولو کمې منډې وشمېرل شوې.

دغه هدف د هندوستان لوبډلې په ډیره اسانۍ سره د لوبې په ۱۹ اورونو کې یواځې د یو لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه کړ او په ۹ لوبغاړو یې ستره بریا ترلاسه کړه او په روانو سیالیو کې یې دریمه بریا خپله کړه.

افغانستان په کرکټ نړیوالو سیالیو کې بنګله دېش او زمبابوی ته ماتې ورکړي، ایرلینډ، پاکستان، زمبابوی، بنګله دېش، انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ته په بېلا بېلو نړېوالو سیالیو او جامونو کې ماتې ورکړي دي.

دغه راز کینیا د کرکټ نړېوال جام سیالیو کې سیمې فاینل ته رسیدلې ده، هالینډ انګلستان ته په شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړې او دغه راز هانګ کانګ په شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کی بنګله دیش ته ماتې ورکړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام