د افغانستان بانک دغه څانګه د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې وه چې خپلو کار کونکو ترې غلا کړې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول ضیاء دراني نن پنجشنبه(سلواغې ۳۰مه) سلام وطندار ته وویل، د یادې څانګې مسول او دوه تنه کارکوونکو ددغې څانګې ټولې پیسې تښتولي دي.
نوموړي ونه ویل، چي ټول مبلغ څو دی، خو یادونه يې وکړه، چی درې واړو کارکوونکو خپلې کورنۍ وار ترمخه لا پاکستان ته کډه کړي او خپله هم تښتېدلي دي.
یوه سرچینه، چې غواړي نوم يې یاد نه شي، وایي وړل شوۍ پيسې نږدې ۸۰میلونه افغانیو ته رسیږي.
خو درانی وایي، لاتراوسه د پېسو اندازه معلومه نه ده،او په همدې اړه به نن له مرکز کابل څخه یو پلاوی کندهار ته راځي.
له دې وړاندې د یو بل خصوصي غزیزي بانک دشګوفې په نوم یوې ښځينه کارکونکې په ۱۳۹۳ کال کې له دغه بانکه څه باندې ۱ میليون ډالر کوم بل بهرني هیواد ته انتقال کړي و او خپله هم تښتېدلې وه.