دا څرګندونې دحکومت اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هغې غونډه کې وکړې، چې په کې دبهرنيو چارو نوی وزیر صلاح الدين رباني د ددغه وزرات کارکونکو ته ور پيژندل کېده .
ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې له ګاونډيو هیوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
اجرايوي ريیس زیاته کړه، افغانستان ډيرو ستونزو سره مخ دی او د ولسي ملاتړ پرته نه شي کولی دې ستونزو ته حل لارې پېدا کړي.
همدا ډول ډاکټر عبدالله ژمنه وکړه، چې د کابېنې له بشپړجوړښت وروسته به د یو واحد ټيم په توګه کار کوي.
دبهرنيو چارو نوي وزیر صلاح الدين رباني په خپلو خبرو کې وویل په چارو کې تخصص او ژمنتیا دهغوي اصلي موخه ده.
دبهرنيو چارو وزیر زیاته کړه، یواځې د ژمنتیا او تخصص پر اساس ملي ګټې ساتل کېدی شي، هغه ژمنه وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت به د کورني سیاسي بهیر څخه لرې ساتي.
ښاغلي صلاح الدين وویل د یو با ثباته او پر ملي ګټو ولاړ بهرنی سیاست باید رامنځته شي او دې برخې کې یوې ملي اجماع ته اړتیا ده، چې افغانستان له پاره یو بهرنی سیاست وټاکي.
دملي یوالي حکومت دکابینې ۸ نوي وزیرانو دیکشنبې په ورځ (سلواغې ۱۲مه) د وفادارۍ لوړه وکړه
په هغه مراسمو کې دبهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني سربېره، دمالیې وزیر اکیل حکیمي، دکورنيو چارو وزیر نورالحق علومي، د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، دمعادن او پیټرولیم وزیر داود شاه سبا، دحج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، دکډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي او دکليو د پراختیا وزیر مهندس نصیر احمد دراني دولسمشر او اجرايوي رییس پر وړاندې د وفادرۍ سوګند یاد کړ.
وزیرانو په لوړه کې د اسلامي او دیني احکامو دملاتړ، داساسي قانون او د افغانستان د ټولو قوانينو پام کې نیول او دخلکو حقوقو ته پام کولو ژمنه وکړه
ولسي جرګې تېره چهارشنبه دنوې کابینې ۸ کاندید وزیرانو او دملي امنیت عمومي رییس ته د باور رایه ورکړه
او پاتې کاندید وزیران ونه توانېدل چې دولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړي.
په همدې حال کې دولسي جرګې غړي وايي که ولسمشر پاتې نور نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپيژني نو دي چمتو دي چې غونډو ته راشي.
همدا ډول د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وايي چې داځل دې ولسمشر دوه تابعیته نوماندان ولسي جرګې ته نه راليږي