د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی لباس نندارې ته وړاندې شو
افغان کرکټ بورډ نړیوال جام سیاليو کې دافغان لوبډلې ګډون له پاره ځانګړي پیليز مراسم ترسره کړل
دکرکټ دغه پنځوس اوریز جام سیالۍ د اسټرالیا او نیوزیلینډ هیوادونو په کوربتوب ترسره کيږي
په دې مراسمو چی بیګا شپه (دسلواغې ۸مه) د افغان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې ترسره شول.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو، لوبغاړو او رسنیو برخه اخیستې وه
ددې مراسمو وړاندې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ بورډ د چارواکو په ملتیا د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله کاري دفتر ته ور بلل شوي و.
په دې لیدنه کې ملي کرکټرانو د خپلو تیاریو په اړه اجرایوي ریس ته ډاډ ورکړ چې په ځواب کې یې ښاغلي عبدالله له افغان کرکټ د حکومت پوره ملاتړ اعلان کړ او په نړیوال جام سیالیو کې یې ددوي د ښو لاسته راوړنو هیله وښوده.
په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د میلمستیا ترڅنګ نوی برابر شوی دلوبو لباس هم د ټولو لوبغاړو لخوا په اغوستلو نندارې ته وړاندې شو، چې ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې په کې ولوبیږي.
په ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوونکو لوبغاړو دغه لباسونه واغوستل او د رسنیو او راغلو میلمنو په وړاندې یې نندارې ته وړاندې کړل چې دمینه والو د خوښۍ وړ وګرځیدل.
که څه هم لوبغاړو د خپلو لباسونو په اړه څه رسمي ونه ویل خو له ورایه ښکاریدل چې د زیاترو لوبغاړو لباسونه ازاد او دغه راز یی پینڅې غیرعادي اوږدې وې.
دیادونې وړ ده که د کرکټ اتلانو له خوا بیګا شپه اغوستل شوی لباس یواځې دنمایش له پاره وي نو بیا کومه ستونزه نه ده او که په همدې لباس کې به افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې و لوبیږي نو د کرکټ بورډ چارواکو ته پکار دي چې له وړاندې یی ورته غم وخوري او افغان کرکټران د خپلو کارکړنو ترڅنګ په خپل لباس هم دافغانستان نوم اوچت وساتي.
دغه راز د افغان کرکټ بورډ په اړه داندیښنې خبره داده چې د نیږدې یو کال راهیسې کرکټ ملي لوبډله کوم ستر (سپانسر) یا مالي ملاتړ نه لري چې کرکټ بورډ ته په داسې سترو سیالیو کې یوه ننګونه ده چې له مخې یې کرکټ بورډ او لوبغاړي له لکونو ډالرو بې برخې کیږي.