د افغانستان او پاکستان فوټبال لوبه په لاهور کی کیږي
د پاکستان فوټبال فدراسیون وایي چي د افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ راتلونکې میاشت کیدونکی لوبه به د اسلام اباد په ځای په لاهور کی وشي.
پاکستاني فوټبال فدراسیون د لوبې د ځای بدلون په اړه چی د پلازمینی اسلام اباد جناح لوبغالي په ځای به په لاهور کی ترسره شي لامل ندی روښانه کړی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایی چی ټاکل شویده د افغانستان فوټبال ملی لوبډله در اتلونکې فیبرورۍ میاشتی په ۶ مه نیټه په لاهور کی له پاکستانۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ددواړو افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ سیالۍ د پاکستان د هغه سفر ځواب دی چی په ۲۰۱۳ کال کی د پاکستان فوټبال ملي لوبډله د یوی دوستانه سیالۍ لپاره کابل ته راغلی وه.
د وروستي ځل لپاره افغانستان او پاکستان په کابل کی نړیواله دوستانه لوبه ترسره کړی وه چی ۳-۰ افغانستان ګټلې وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی چی د افغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ کیدونکي دوستانه نړیواله سیالۍ به د افغانستان په وخت ماسپښین 2 نیمی بجی ترسره شي.





