خلیلزاد ملابرادر سره د بنديانو خوشې کولو او د بینالافغاني خبرو پيل په اړه خبرې کړي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.