درباره سلام وطندار  |  ارزش‌های اساسی ما  |  پخش زنده  | رسانه‌های اجتماعی

ENG  |   پشتو  |  ازبیکی

«هرات کې ۸۰سلنه ترورونه د ايران کونسلګري له لوري رهبري کېږي»

د هرات امنیې قومنداني د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مدیر فضل‌الرحمان خادم د خپل ورور له ترور وروسته ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د ترور نږدې ټولې پېښې د ایران سپاه‌پاسداران په هرات کې د خپل سرکونسل محمود افخمي له لارې رهبري کوي.

د خپلواکو ادارو جوړولو په اړه د ولسي جرګې غبرګون

ټاکل شوې وه چې ولسي جرګه نن د شهیدانو او معلولانو د کورنیو ملاتړ ادارې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د خپلواکۍ په اړه بحث او پرېکړه وکړي، خو د دې جرګې یو شمېر غړي د یادو ادارو له خپلواکۍ سره مخالفت ښيي.