“افغان” کلمه زموږ اصلي ـ ملي هویت دی

د ملي یووالي له حکومته مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال یو وار د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو موضوع مطرح شوه او حکومت پرېکړه وکړه، چې د تابعیت تذکرې باید په ټولو هېوادوالو ووېشل شي.
خو ځېنو هېوادوالو د “افغان” کلمې پر سر جدي ناندرۍ وکړې.