د افغانستان او پاکستان سوداګریزو خونو د سولې له خبرو ملاتړ وکړ

د ګډې سوداګریزې خونې پخواني رییس تېره ورځ (چهارشنبې) په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې “موږ افغان او پاکستاني سوداګر له واقعي سولې ملاتړ کوو او په یو غږ سره له افغانستان او پاکستان څخه غواړو چې د سولې په برخه کې ريښتني ګامونه واخلي”.