افغان حکومت: چمتو یو چې د طالبانو له بېلو شویو ډلو سره خبرې وکړو

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت دې ته چمتو دی، چې د وسله والو طالبانو له ډلې نه د ټولو بېلو شویو هغو وسله والو ډولو سره خبرې وکړي، چې د سولې د خبرو پلوي دي.