۵۶ کلنه بغلانۍ مېرمن د کال “غوره مور” ونومول شوه

د ښځو چارو وزارت د لومړي ځل له پاره د بغلان ولایت یوه اوسېدونکې مېرمن نفس جهید د کال "غوره مور" معرفي کړه.

نفس جهید ۵۶ کاله عمر لري.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین په خبري غونډه کې وویل، چې د کال د غوره مور د پېژندنې بهیر له درېیو لسیزو  را په ديخوا په ټپه ولاړ او اوس یو ځل بیا پیل شو.

د یقین په خبره، د ښځو چارو وزارت مېرمن نفس جهید، د دې د "غوره کارنامو" او "ښوو خدمتونو" په پاره د کال غوره مور ونوموله.

مېرمن جهید بغلان ولایت د پوهنتون لومړنۍ بنسټ اېښودونکې او د دې ولایت د ښځو چارو ریاست لومړنۍ رییسه وه.

نوموړې د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې یو دوره د استاد په توګه کار کړی او یو ځل یې هم د دې ولایت د دارالمعلمین رییسه پاتې شوې ده.

دغه مېرمن په فارسي ژبه شعر هم لیکي او په ټولنیزو علومو کې لېسانس لري.

نفس جهید د افغانستان د ښځو د سراسري شورا د تشکیلاتو رییسه، د افغانستان د وړکتونو د عمومي ریاست رییسه او په شمال کې د مېرمنو د شورا سلاکارې په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام