۲۰ اوریز جام کې د افغانستان سیالان معلوم شول

کرېکټ نړۍوالې شورا ( ای سي سي) د راتلونکې ۲۰۲۰ کال شل‌اوریز کرېکټ نړۍوال جام له‌پاره د لوبو مهالوېش او لوبډلوېش اعلان کړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې کې له‌مخې به د اسټرالیا په کوربتوب په راتلونکي کال ۷م پړاو شل‌اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې ۱۲ ګډونوالې لوبډلې په ۲ بېلابېلو ګروپونو کې ولوبېږي.

کرېکټ نړۍوالې شورا وايي، افغانستان به په (ب) ګروپ کې د اکټوبر په ۲۶مه او ۲۸مه نېټه لومړۍ او دویمه لوبه له لومړي پړاوه ورغلو لوبډلو سره په «پرت» لوبغالي کې وکړي چې سریلانکا او بنګله‌دېش به په‌کې له ۶ نورو لوبډلو سره په (لومړي پړاو) کې ولوبېږي چې ترې به ۴ بهترینه لوبډلې دویم او د ۱۲ لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

ورته مطالب:

شل‌اوریز کرېکټ کې د افغان‌لوبغاړو پرمختګ

افغانستان نېغ په نېغه د کرېکټ نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه

پاکستان کرېکټ کې له پرله‌پسې بریاوو سره له افغانستانه وروسته دی

دغه راز به افغان کرېکټ ملي لوبډله د نومبر په لومړۍ په «ایډلیډ» لوبغالې کې له سویلي افریقا سره د نومبر په ۴مه له په «برسبین» لوبغالې کې له انګلستان سره او د نومبر په ۶مه په «سیډني» لوبغالي کې له هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۰ کال شل‌اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ به د ۴ کلن انتظار وروسته په ۲ پړاونو کې د راتلونکی ۲۰۲۰ کال اکټوبر په ۱۸مه پیل شي چې دویم پړاو به یی د ۱۲ غورو لوبډلو ترمنځ د اکټوبر په ۲۴مه د اسټرالیا او د ۲۰ اوریزو لوبو لومړي مقام لرونکې پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې ترمنځ د شپې په رڼاګانو کې په «سیډني» لوبغالي کې وشي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ ۳ سیالۍ به د افغانستان پر وخت سهار ۷ نیمې بجې وشي؛ خو انګلستان سره به په «برسبین» او له هندوستان سره په «سیډني» کې د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲ نیمې بچې د لوبې ډګر ته ووځي.

ویسټ‌انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډله به د راتلونکې کال په ۲۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي. د دې جام نیمه‌پای‌لوبه به د نومبر په ۱۱مه او ۱۲مه په «سیډني او ایډلیډ» لوبغالیو کې او د اتلولۍ جام ګټلو له‌پاره پای‌لوبه د نومبر په ۱۵مه په «میلبورن» کې وشي.

د کرېکټ نړیوالی شورا اجرایوي مشر ډیویډ ریچرډسن وایي، کله چې نړېواله شورا په اسټرالیا کې کوم ټورنمېنټ برابروي؛ نو پوهېږي او د دې ضمانت ورکوي چې دغه سیالۍ به په نړۍواله کچه یو بیلیون مینه‌وال ګوري.

د ښاغلي ریچرډسن په وینا، د راتلونکی کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې به د نړۍ غوره لوبغاړي د اسټرالیا په غورو لوبغالیو کې او د جذباتي او له شورجوړونکیو مینه‌والو په وړاندی لوبېږي چې یادګاري به وي.

د اسټرالیا په کوربتوب د نارینه ۷م پړاو شل‌اوریزو کرېکټ نړۍوال جام نه مخکې به د فېبرورۍ په ۲۱مه په همدې هېواد کې د ۱۰ غورو لوبډلو ترمنځ ښځینه ۲۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ هم د کوربه اسټرالوۍ او هندۍ ښځینه کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شي چې د نومبر په ۸مه به په «میلبورن» کې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام