یو معتاد پولیس خپله مېرمن، خور او اخښی وژلی او زوی يې ټپي کړی

د زابل د پلازمېنې کلات په «سینک» سیمه کې بېګا شپه (جمعې) یو معتاد پولیس مېرمن، خپله خور او اخښی وژلي او خپل ماشوم زوی يې ټپي کړی‌دی.

د زابل ولایت د مقام ویاند ګل‌اسلام سیال سلام وطندار ته وویل، چې دغه پولیس په شینکۍ ولسوالۍ کې دنده لرله.

د ده پر وینا، یاد شخص د ډېرو نشو له امله خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی او د کورنۍ د غړیو له مرګ و ژوبلي وروسته يې ځان هم وژلی دی.

تر اوسه د دوی د کورنۍ کوم غړي د پېښې د پخلي په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

دا په‌داسي حال کې ده، چې پروسږ کال هم یو په نشه روږدي شخص په کلات ښار کې د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي وو. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام