۱۷ کلن حسین داد چې ۱۱ تولګي زده کوونکی دی پر خپل بل نوښت کې داسې اله جوړه کړې، چې له راډیويي څپو د بریښنا انرژي تولیدوي.
دغه نوښتګر ځوان خپله دا وړه اله یې په شاوخوا یو نیمه اونۍ کې جوړه کړې. دی وایي ددې الې په جوړولو کې یې د تلویزیون له زړو پرزو کاراخیستی.
د هغه پر خبره، څو دانې کندنسرونه، دیودونه او نورې پرزې به یوه ساده بریښنایي دوره کې کارول شوي، چې یادې پرزې يې دیش او تلویزیون له زړو بوردونو راایستل شوي او په پایله کې یې د ۳،۵ ولته بریښنا چې د یو، یو اس بي په اندازه ده، کولی شي تولید کړي.
حسین داد وايي، هڅه یې کړې چې د انرژي تولید له پاره له زرګونو سرچینو یوازې له هغو څپو کار واخلي چې په فضا کې ازادې دي او د انسان روغتیا ته زیان رسوي.
دغه بامیانی نوښتګر ځوان وايي، غوښتل یې په دې توګه یو مهم شی جوړ کړي، خو هغه څه چې دی ورته اړتیا لري، په بامیانو کې څه چې ان په ټول افغانستان کې نه شته:
حسین داد وايي، چې ستره هیله يي دا دی چې وکولی شي یوه ورځ د بریښنا رڼایي د ټولو خلکو کورونو ته ورسوي.
د انرژي سرچینو پیژندنې په اړه د حسین داد د څیړنو پایلې ښيي چې زیاتې سرچینې په ځانګړې توګه د ځمکې توولو انرژي په بامیانو کې زیاتې دي او له پیړیو راهیسې کار نه دی ترې اخیستل شوی.
د حسین داد موندنو پربنسټ د دې انرژي په کارونې سره د بامیانو ټولو سیمو ته انرژي ورکولی شي.
دا د حسین داد لومړی کار نه دی هغه له پنځو کلونو راهیسې یې په خپلو نوښتونو کې بې پیلوټه الوتکه، توغندی او اسکواتور جوړ کړي دي.
دغه هلک داسې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې کولی شي تر ۱۲ کیلومتره پورې والوزي او کنټرول هم شي.
حسین داد وايي، اوس هڅه کوي چې په هیواد کې د بې بریښنايي ستونزې حل له پاره لار پیدا کړي چې نور افغانستان د بریښنا واردولو ته اړتیا ونه لري.
حسین داد له حکومته غواړي چې ده او دده په شان ځوانانو ته زمینه برابره کړي چې خپل استعداد په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د نوښت په برخه کې وکاروي.