یوسف کارګر د فوټبال فدراسیون رییس وټاکل شو

د فوټبال نړيوالې شورا (فیفا) د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې تر ډېرو جنجالونو وروسته د فوټبال مخکینی روزونکی یوسف کارګر د یاد فدراسیون رییس وټاکه.

یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی دی چی اوس په فوټبال فدراسیون کې تخنیکي مرستیال و .

د فوټبال نړیوالې شورا له خپلې رسمي وېب‌پاڼې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رییس کرام‌الدین کریم نوم لرې کړی او پر ځای یې د محمدیوسف کارګر نوم لیکلی دی.

په همدې حال کی د سکرټرجنرال سیدعلي رضا اغازاده نوم هم لرې شوی او پر ځای یې فاضل شهاب د نوي سکرټر جنرال په توګه اعلان کړی دی.

دغه راز یوسف کارګر ته د رییس د مرستیال او فاضل شهاب ته د مالي چارو مسوولیت هم ورسپارل شوی، خو افغان فوټبال فدراسیون بیا د (فیفا) د پریکړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونی ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس او سکرټرجنرال دندې له ۲ نورو غړیو سره یوځای د افغانستان د لویې څارنوالي له‌خوا ځنډل شوې دي.

د فوټبال نړیوالې شورا د فوټبال فدراسیون د رییس کرام‌الدین کریم دنده هم ځنډولې چې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له‌خوا پر نوموړي د لګېدلیو جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو پلټنه وکړي.

د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د دې بدنامۍ له کبله د یاد فدراسیون رهبرۍ د دندو ځنډولو ترڅنګ، فدراسیون د خپلو جامو او مالي ملاتړ کوونکیو ملاتړ هم له لاسه ورکړ.

د جامو د مالي ملاتړ کوونکي په توګه تر ډنمارکۍ «هومیل» کمپنۍ وروسته د افغانستان مهم مالي ملاتړ کوونکي «الکوزي» شرکت هم پرون له افغان فوټبال فدراسیون سره خپل مالي ملاتړ لغوه کړ.

د یادونې ده چې د الکوزي نړیوال شرکت افغان فوټبال فدراسیون ته هر کال په هېواد کې د سپورټي اسانتیاوو، لوبو او تمریناتو لپاره ۸ نیم لکه امریکایي ډالر ورکول.

لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مشر دنده وځنډوله

لویه څارنوالۍ د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسي‌ځورونې تورونه څېړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام