کیمرون د ۵م ځل له‌پاره د افریقا وچې فوټبال اتلولي وګټله

د افریقا وچې فوټبال جام سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، کیمرون لوبډلې د پای‌لوبې په وروستیو شېبو کې د لوبې مسیر بدل مصرۍ لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

کیمرون لوبډلې د لوبې په ۸۸ مه دقیقه کې د احتیاطي لوبغاړي وینسینټ ابوبکر د ګول په واسطه مصرۍ لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول پر وړاندې ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.

په دې اتلولۍ سره کیمرون لوبډلې د پنځم ځل له‌پاره د دغو سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ او د اتلولۍ ګټلو له‌پاره یې ۱۵ کلن انتظار پای ته ورسولو.

د معلوماتو له مخې، د پای‌لوبې په ۲۲ مه دقیقه کې د مصر له‌پاره ایلاني لومړی ګول ووهلو، چې د دویمی نیمایي تر ۵۹ مې دقیقې یې وساتلو.

خو د دویمې نیمایي ۵۹ مه دقیقه کې د کیمرون لوبډلې له‌پاره نیکولاس د مصرۍ لوبډلې د ګول دروازه خلاصه کړه او سیالي یې په یوه ـ یوه ګول سره برابره کړه.

دواړو لوبډلو د پرېکړه کوونکي دویم ګول له‌پاره هڅې کولې؛ خو د لوبې په ۸۸ مه دقیقه کې د پای ۲ دقیقې مخکې کیمرون له‌پاره احتیاطي لوبغاړیو ابو بکر حیرانوونکی او پرېکړه کوونکی ګول ووهلو او خپله لوبډله یې د ۱۶ افریقایي هېوادونو په ډله کې د اتلولۍ مقام ته ورسوله.

د افریقا وچې فوټبال جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته د افریقا په یو هېواد کې کېږي.

تراوسه په ۳۱ پړاونو کې مصر ۷ ځلې، کیمرون ۵ ځلې او سیمي فاینل ته رسېدونکی ګانا لوبډلې بیا ۴ ځلې د اتلولۍ جام ګټلی دی.

د سږکال په افریقا وچې فوټبال جام سیالیو کې عاج ساحل په ۲۰۱۵ کال کې له ګټلې اتلولۍ نه دفاع کوله، خو دغه لوبډله د سږکال جام درېیم پړاو ته هم ونه رسېدله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام