د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې کپتان فیصل شایسته د تایلینډي فوټبال کلب وروسته له یوې مالیزیایۍ فوټبال لوبډلې سره یوځای شو.
فیصل شایسته به له دې وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ د پیسو ګټلو له پاره له مالیزیایۍ (پهانګ) فوټبال کلب په ګټه لوبې ترسره کړي.
فیصل شایسته په ۲۰۱۳ م ز کال کې د بلغاریا پروفیشنل فوټبال ګروپ (ایتار) لوبډلې په ګټه لوبې پیل کړې، چې بیا د همدې کال په وروستیو کې د تایلینډ (شونخلا یونایټیډ) لوبډلې سره د لوبېدو په موخه یوځای شو.
له دې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې کپټان په ۲۰۰۹ م ز کال کې د تایلینډ (ټوینټي) فوټبال کلب او دغه راز په ۲۰۱۰ م ز کال کې د همدې هېواد (هیرینوین) فوټبال کلب په ګټه لوبېدلی دی.
فیصل اوسمهال ۲۴ کاله عمر لري، چې په منځنۍ لیکه کې سیالۍ ترسره کوي.
یاد فوټبال کلب اوسمهال د مالیزیا په فوټبال غوره لیګ ( پیالامالیزیا) فوټبال سیالیو کې لوبیږي، چې د روان کال په (اګست) میاشت کې پیلیږي.
د (پهانګ) فوټبال کلب د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې افغان کپټان فیصل شایسته د مالیزیا پلازمینې کولالمپور ته رسېدلی دی او له خپلې نوې لوبډلې سره یوځای تمرینات هم پیل کړي دي.
د مالیزیا لومړۍ لیکه فوټبال سیالۍ په ۱۹۲۱ م ز کال کې پیل شوې، چې تراوسه په کې د پهانګ فوټبال لوبډلې ۶ ځلې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
فیصل شایسته د ۲۰۱۴ م ز کال اپریل میاشتې په ۱۳ مه نېټه د لومړي ځل له پاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ګټه د قرغزستان خلاف دوستانه سیالۍ کې ولوبول شو.
دغه د منځنۍ لیکې لوبغاړی او کپټان تراوسه د افغانستان له پاره ۱۴ نړیوالې او دوستانه سیالۍ کړي دي او په ۶ ګولونو کولو بریالی شوی دی.
فیصل شایسته تراوسه د افغانستان او فوټبال کلپونو په ګټه ټولټال ۵۴ سیالۍ ترسره کړي دي،۳۶۹۳ دقیقې په لوبه کې پاتې او په ۱۷ ګولونو کولو بریالی شوی دی، چې ۵ ځلې یې زېړ کارت هم ترلاسه کړی.
ټاکل شوې ده، فیصل شایسته به د خپلې نوې مالیزیایۍ (پهانګ) فوټبال لوبډلې په ګټه د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۲ مه نېټه د (کیلانټن) لوبډلې خلاف لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.