کونړ کې پاکستانیو ځواکونو د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته ۱۵ پوستې جوړې کړې دي

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستانیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند ځېنو سیمو کې د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته نوې پوستې جوړې کړې دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ یو قومي مشر جمعه خان سلام وطندار ته وویل، پاکستانیو د بلمازۍ په نوم یوه سیمه کې چې ډېورنډ ته نږدې ده، تر پنځلسو نوې پوستې جوړې کړې دي.

هغه زیاتوي، د لته پاکستانیو ځواکونو د اوبو په ځېنو چینو هم قبضه لګولې ده او ځايي خلک نه پرېږدي، چې له چینو اوبه یوسي.

د کونړ د ولایتي شورا رییس جمال الدین سیار هم د دې خبرې په تایید سره وايي، پر سرکاڼو سربېره په مرورې ولسوالۍ کې هم پاکستانیو ځواکونو له ډېورنډ کرښې دې غاړې ته نوې پوستې جوړې کړې دي.

هغه همدا راز زیاتوي، پاکستانیو ځواکونو سرکاڼو ولسوالۍ  اړوند د بلمازۍ سر، پچو کنډو، څپري سر او مرغکیو ټوپه، چې پر ډیورنډ فرضي کرښې خواته پراته کنډوونه دي، نوي پوستې جوړې کړې دي.

بل پلو د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سيدخېل سلام وطندار ته ومنله، چې پاکستانیو ځواکونو په سرکاڼو ولسوالۍ کې له ډېورنډ کرښې دې غاړې ته تر پنځه سوو مترو مخکې راغلي دي.

هغه وویل، چې پاکستاني ځواکونه افغان لوري ته د اوبو له چینو هم ګټه اخلي، چې په وینا یې دغه چاره د سرحدي قوانینو خلاف عمل دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه د مرکز له لوري یو کمیسیون هم جوړی شوی، چې دغه مسله به له نژدې وڅيړي او مرکز ته به يې راپور ورکړي.

سیدخیل دا هم وویل، چې که مرکز د دغو پوستو د ورانولو امر ورکړي، نو دوی د دغه امر عملي کولو له پاره لاس پر سینه دي.

سرکاڼو د کونړ له مرکزه نږدې لس کیلومتره لرې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده، چې وخت ناوخت پرې د یادې ولسوالۍ له لوړیو څوکو، چې ډیورنډ کرښه پرې واقع ده، د هاوان مرمۍ هم توغول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام