کونړ کې سېلابونو ۱۱ کسان وژلي

کونړ کې سېلابونو د یوشمېر کسانو د وژلو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کونړ ولایت مرستیال والي ګل‌محمد بېدار سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ ناوخته د دې ولایت په غازي‌اباد ولسوالۍ کې تېز باران شوی او پرمهال یې د یوه اسماني تندر ترڅنګ چې پر یوه کور رالوېدلی، سېلابونه هم راغلي او ۱۱ کسان یې وژلي دي.

نوموړی وايي، یاد سېلاب غازي‌اباد ولسوالۍ پر مریت کلي راغلی او په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي چې له ډلې یې ۸ کسان د یوې کورنۍ غړي دي. د ده په وینا، تراوسه د ۷ کسانو جسدونه پیدا شوي او د نورو موندلو له‌پاره هڅې روانې دي.

ښاغلی بېدار زیاتوي، که څه هم سیمه د حکومت په لاس کې نه‌ده، خو بیا یې هم زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسولي او دا لړۍ دوام لري.

غازي‌اباد ولسوالۍ کۍ راغلیو سېلابونو ۸ کورونه په بشپړ ډول وړي، ۱۵ کورونه او یوه اندازه ځمکه یې تخریب کړې او شاوخوا ۲۰ څاروي یې هم وړي دي.

بلخوا د غازي‌اباد ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو حیاالدین احساس او عرفان سلام‌وطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې پرونیو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وړي چې ۹ یې د یوه کور او یو هم د بل کور و.

دغه اوسېدونکي وايي، سره له دې چې سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم ورته اړولي، خو تراوسه ورسره بېړنۍ مرستې نه‌دي شوي.

د دوی په وینا، یادو سېلابونو د انسانانو او څارویو د وژلو ترڅنګ، د دوی ځمکې، د ارې ماشینونه، لرګي او د ویالو بندونه هم وړي دي.

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د کونړ طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

د کونړ ولایت ډېری ولسوالۍ غرنیزې دي کله نا کله له دا ډول طبعي پېښو سره مخ کېږي.

شاوخوا یوه میاشتې وړاندې هم د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې تېز باران د یوه کور دېوال نړولی و چې له کبله یې ۶ ماشومان وژل شوي او ۱ بل ټپي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام