نن له غرمې وروسته د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د اېریا په نوم د ماینپاکۍ موسېسې ۱۲ تښتول شوي ماینپاکان ازاد شول.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وایي، دا ماینپاکان د قومي مشرانو او ولایتي ادارې په ګډو هڅو را ازاد شول.
مصمم وایي، پهدې اړه به نور جزیات وروسته وړاندې شي.
د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی هم مني چې یاد ماینپاکان د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب ازاد شويدي.
د اېریا په نوم د ماینپاکۍ موسېسې یاد شمېر کسان جولای پر ۱۸ د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ له بارکنډۍ سیمې داعشیانو برمته کړيوو.
د اېریا موسېسې مشرتابه هم منلې چې کارکوونکي یې نن راخوشې شوي.
که څه هم چارواکيو ادعا کوله چې دغه کسان داعشیانو وړي وو؛ خو یادې ډلې لا تر اوسه نه د دغو ماین پاکانو د نیونې او نه هم د خوشې کولو په اړه څه ویلي.