ځايي چارواکي وايي، چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ قوماندان امان الله وژل شوی دی.
د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان سلام وطندار ته وویل، قوماندان امان الله د شیګل ولسوالۍ په لاحسین دره کې له شپږو ملګرو سره وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، قوماندان امان الله په پخوا کلونو کې د حزب اسلامي نظامي مسوول هم پاتې شوی و.
قوماندان امان الله په دې وروستیو کې ځینو رسنیو ته ویلي و، چې له افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار پر شوې سوله خوښ نه دی.
هغه ویلي و، حکمتیار د دوی له مشورې پرته افغان حکومت سره سوله کړې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې قوماندان امان الله په دې وروستیو کې داعش ډلې سره هم بیعت کړی و.
سرچینه وايي، وژل شوی قوماندان امان الله شیګل او نورو سیمو کې د داعش ډلې لهپاره جلب او جذب هم کولو.
تر اوسه افغان حکومت او حزب اسلامي د دغه قوماندان د وژل کېدو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
له حکومت سره د حزب اسلامي له سولې راوروسته د یاد ګوند لومړی مخکښ قومندان دی، چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کېږي.