پېښه د دې ولایت سرکاڼو ولسوالې کې نن مازدیګر هغه وخت رامنځته شوه چې د سخت باران له امله د یو کور دېوالونه ونړېدل.
د کونړ ولایتي روغتون رییس ډاکتر فاروق سهاک سلام وطندار ته وویل چې په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ ماشومان مړه او ۲ نور سخت ټپیان شويدي.
ډاکتر سهاک د ۲ ټپي ماشومانو روغتیایي حالت هم نازک ښودلی دی.