نن سهار ګڼ شمېر کسانو د کونړ د نورګل ولسوال محمدولي او د پوهنې مدیر عبدالظاهر پر ضد لاریون کړی او د دوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړېده.
لاریونوالو د نورګل ولسوالۍ پر دواړو مسوولانو د فساد تور پورې کړ.
د دوی بله غوښتنه دا هم وه چې د نورګل د نجونو مرکزي لېسه کې دې د نارینه ښوونکیو پر ځای ښځمنې استادانې وګومارل شي.
درې لاریونوال صدیق الله، طاهر او نجیب وايي چې د ولسوال او د پوهنې مدیر د دې ولسوالۍ له اوسېدونکیو سره ظلم کوي او هر یو پهخپله اداره کې د بېقانونۍ او فساد ساری نهلري.
په ورته وخت کې د نورګل ولسوال محمدولي خدام سلام وطندار سره خبرو کې وویل، دا لاریون موټرچلوونکیو کړی چې هېڅ ډول قانون ته غاړه نه ږدي.
د ده په خبره، ده د ولسي خلکو او پوهنې مدیریت په غوښتنه د موټرو یوه اډه ـ چې تل به پهکې ځايي نجونو ته مزاحمت کېد ـ د انجونو مزار نومې لېسې له څنګه یو بل ځای ته ولېږدوله چې همدې کار د موټرچلوونکیو غوسه راپارولې او لاریون یې کړیدی.
نوموړی پر ده د فساد لګېدلي تورونه بې بنیاده ګڼي او وايي، یو څو موټرچلوونکي د پولیسو له لوري ولسوالۍ ته وړل شويوو؛ خو پرون تر لږ ځنډ وروسته بېرته خوشې شول.
د کونړ په نورګل ولسوالۍ د پوهنې مدیریت اړوند د نظارت یوه غړي عزیزالله صدیق د ټیلیفون پر لیکه سلام وطندار ته وویل، د دې ولسوالۍ د نجونو د مرکزي لېسې زدهکوونکیو د والدینو غوښتنه وه چې د یادې لېسې له څنګه دې د موټرو اډه لېرې شي.
دی همدارنګه وايي، دوی د ولسي خلکو هماغه عریضه ولسوالۍ ته د قانوني کړنو ترسره کېدو په موخه لېږلې وه.
د دې ولسوالۍ یو قومي مشر چې موږ یې د هغه په غوښتنه نوم نه خپروو؛ سلام وطندار ته وویل، د نجونو د لېسې له څنګه د موټرو ډې بل ځای ته لېږدول، د ولسي خلکو غوښتنه وه.
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ولسوال او د پوهنې مدیر خلاف راپاڅېدلو دې لاریونوالو د څه کم یو ساعت لهپاره د اسداباد – جلالاباد لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه او له کوم ثبوت ښودلو پرته یې پر یادو چارواکیو د فساد تورونه پورې کړل.