کورونا او لمر؛ هغه درس چې د ۱۹۱۸ کال له انفلوانزا باید زده شي

کله چې وګړي له ساري او کورونا ناروغۍ سره لاس ‌و ګرېوان کېږي، ټول یې د درملو موندلو لپاره هره خوا لاس اچوي. دولتونه بيړنی حالت اعلانوي او خلکو ته لارښوونه کوي چې ځانونه قرنطین کړي.

سل کاله مخکې، په ۱۹۱۸ کې انفلوانزا ویروس په خلکو کې د اوس په څېر وېره خپره کړې وه. دا ویروس هم په نښو‌نښانو او هم په ډار اچولو کې له کورونا ویروس سره ډېر ورته‌والی لري.

 پر دغه ویروس (اسپانوي انفلوانزا) اخته کسانو د دغه ویروس له کبله نه، بلکې د اووریو د مکروبي کېدو او نورو ناروغیو د لرلو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه. یاد ویروس په هغو ځایونو کې چې ګڼه‌ګوڼه به ډېره او اکسېجن به کم و، ډېر خپرېده او همدا لامل و چې د سرتېرو نظامي کښتۍ یې ډېرې زیانمنې کړې وې.

دا ناروغي په هماغه کال د متحده ایالاتو ختیځو ساحلونو ته ورسېده او د بوستون ښاریانو یې د نورو په پرتله ډېره بیه پرې کړه. په ۱۹۱۸ کې بیړني روغتونونه جوړ شول.

تر ۱۹۵۰ کلونو پورې چې د دغه ویروس لپاره انټي‌بیوټیک جوړ شول، تازه هوا د دې ناروغي یوازېني درمل وو.

پر انفلوانزا ویروس د اخته کسانو لپاره یې کيږدۍ ووهلۍ او هغوی به په لمریزو او روښانه ورځو کې له لمره خوند اخیست؛ هغه لاره چې په هغه وخت کې د دغه ویروس د کنټرول لپاره ډېره ګټوره تمامه شوه.

نه یوازې د انفلوانزا ویروس، بلکې د توبرکلوز ناروغي د درملنې لپاره هم له دې طریقې کار اخیستل کېده.

هغو ډاکټرانو چې په مستقیم ډول به یې همدا طریقه کاروله، دا لاره یې د مړینې شمېرو په راکمولو کې له ۴۰ نه ۱۳ سلنې ته په راټیټولو کې ګټوره وبلله.

ډاکټرانو په ۱۹۶۰ کې هم ومنله چې تازه هوا د مېکروب ضد ځانګړتیا لري. که څه هم تازه هوا د کوټې د دننه هوا په پرتله د ناروغیو ډېرې باکټریاوې لري، خو ولې د تازه هوا د درملنې لاره ګټوره تمامه شوې ده. دا طریقه د شپې او ورځې پر مهال ګټوره وه.

نظامي جراحانو د لومړنۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ټپونو روغېدو لپاره د لمر له وړانګو ګټه اخیستله. ډاکټران ښه پوهېدل چې دا لاره د مېکروب ضد ده. خو په ۱۹۲۰ کې یې وموندله چې دا طریقه په بدن کې د ویټامین ډي د ډېروالي لپاره چې کمښت یې د انفلوانزا په څېر د تنفسي ناروغیو لامل کېږي، ګټوره ده.

اسپانیايي انفلوانزا په تاریخ کې تر ټولو هغه بده ناروغي ده چې ټوله نړۍ یې نیولې. دې ناروغۍ د لومړنۍ نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې لږترلږه ۵۰ میلیونه کسان ووژل. دا پېښې  او تجربې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ډېر درسونه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام