د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن شنبې یوې غونډې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۵ نوې پېښې ثبت شوي چې ۵ یې په هرات، ۱۱ په کابل، ۲ په سمنګان او په بلخ، کندوز، نیمروز، فاریاب، غزني او لوګر کې د کورونا ویروس یوه – یوه تازه پېښه ثبت شوې چې ټولټال ۲۹۹ کېږي.
نوموړی خبرداری ورکوي، که کابل ښاریان روغتیايي لارښوونو ته پام ونه کړي، د کابل وضعیت به تر هراته هم ترینګلی شي.
د مایار په وینا، تېره شپه په کابل کې د کورونا ویروس له کبله یو کس هم مړ شوی دی.
هغه وویل، مړه شوي کس ۶۳ کاله عمر درلود چې د زړه او نفس تنګۍ په څېر نورې ناروغۍ یې هم لرلې او همدا لامل و چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د مایار په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې ۷ کسان د کورونا ناروغي له کبله مړه شوي، خو ۱۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
تر دې وړاندې په هرات، بلخ او دایکندي کې پر کورونا شپږو اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په افغانستان کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې ۲۰۴ پېښې په هرات او ورپسې په کابل کې ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس رسولګل ثمر نن په پلعلم ښار کې خبریالانو ته وویل، تر اوسه په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د ۴ مثبتو پېښو له ډله دوه کسان روغ شوي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
ثمر زیاته کړه، په لوګر کې پر کورونا ناروغي د ۳۲ شکمنو اخته کسانو پېښې ثبت شوي او د ټېست لپاره پلازمینې کابل ته استول شوې دي.
په لوګر کې له کورونا ناروغي جوړ شوي عجبخان سلاموطندار ته ویلي، کله چې له ایرانه هېواد ته راغی، پر کورونا ویروس اخته شوی و.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر په ۳۰۰ بستریز روغتون کې تر درې اوونیز قرنطین وروسته یې د ناروغي پایله منفي شوې او اوس رک روغ دی.