د بدخشان سيمهيیز مسوولان او د ولايتي شورا غړي وايي، د ياد ولايت په سرحدي ولسواليو کې خوراکي توکي نشته چې له دې وړاندې د يادو ولسواليو خوراکي توکي له تاجکستانه برابرېدل.
په داسې حال کې چې اوسمهال د کورونا ويروس له کبله پولې تړل شوې دي او د بدخشان ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د خوراکي توکيو له کموالي سره مخ دي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستيال طلبالدین قادري وايي، له تاجکستان سره د پولې تړل کېدلو خلک له ډېرو ستونزو سر مخ دي د ولسواليو په بازارونو کې هېڅ خوراکي توکي نه موندل کېږي.
د نسيدروزا ولسوال محمدابراهیم قیومي هم وايي، له تاجکستان سره د پولې تړل کېدلو له کبله ډېري اوسېدونکي يې د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي.
د مايمي درواز ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال عبدالاحمد هم مني چې له د لرې پرتو سيمو خلک د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي او ورسره د شته خوراکي توکيو بيې ډېرې لوړې شوې دي.
خو د بدخشان والي محمدذکریا سودا وايي، د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي به د خوراکي توکيو له کموالي سره مخ نه شي ځکه چې احتياطي زېرمې لري او د اړتيا پرمهال به له زېرمو ګټه واخلي.
سودا وايي چې تراوسه پورې يې د لرې پرتو سيمو چې په کې خوراکي توکي کم شوي وي کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
خو د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د دوی په ولسواليو کې د خوراکي توکيو هېڅ ډول زېرمې موجودې نه دي او د وضعيت دوام به يې ژوند واخلي.