کورني تقاضا؛ په څلورو کلونو کې ۳ نیم میلیونه جوړې د بوټانو تولید زیات شوی

د دغې ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد والو د تقاضا زیاتوالي له امله د دوی تولیدات هم زیات شوي او اوس‌مهال هر کال هېواد کې ۴نیم میلیونه جوړې بوټونه تولیدوي.

اوس‌مهال د بوټونو جوړونې ۲۲ فابریکې د کابل په جوی شیر سیمه کې په کمو امکاناتو سره خپل فعالیت کوي او ډول ډول بوټونه جوړوي.

د تولیدونکو ټولنې رېیس محمد اصف جامي سلام‌وطندار ته وویل، چې که څه هم په کمو امکاناتو سره فعالیت کوي، خو بازار کې د سیالۍ له‌پاره د تولید بې‌کیفیته توکو له استعماله ډډه کوي.

د جامي پرخبره، دوی هڅه کوي چې د ډيزان له پلوه د نورو هېوادونو سره سیالي وکړي اود کورنیو بوټونو له‌پاره هېواد کې ښه بازار پيداکړي.

جامي ټينګار کوي، چې که حکومت د کورنیو بوټونو تولید ملاتړ وکړي دوی به هر کال ۱۰ میلیونه جوړې بوټونه تولید کړي.

هغه زیاته کړه: "۴ کاله مخکې موږ هر کال یو میلیون جوړې بوټونه تولید لرلو، خو اوس‌مهال تر ۴ نیم میلیونه د بوټونو تولید لرو دغه یو زیاتوالی او زموږ کار ښايي".

د بوټونو د تولید یوې فابریکې کار کوونکی غلام‌نبي له حکومته غواړي، چې د کورنیو بوټونو د تولید د ودې، بهرنیو بوټونو پرتولید دې تعرفه لوړه کړي تر څو وکولای شي د هېواد په بازارونو کې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.

 

دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین قربان حقجو د کوچنيو او منځنیو تشبثاتو ته وده ورکول او هېواد والو ته کار موندنه د هېواد اقتصاد له‌پاره مهم بولي.

ده ژمنه وکړه، چې د اقتصادي ودې له‌پاره به جدي ګام واخلي.

"کوچنیو او منځيو تشبثاتو ته جدي پام کیږي موږ د لاسي صنایعو چرم، بوټ جوړونه او نورو برخو کې ډیر ښه تشبثات لرو چې دغه ټول د افغانستان دودیز صنایع دي او سلګونه زره هېوادوالو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده".

خو د بوټونو د تولید ټولنې استازي، د ځمکې، بریښنا، اومه موادو نشتون تر څنګ د ښاروالۍ لوړې تعرفې او د بهرنیو بوټونو واردات د خپلې پانګونې پر وړاندې له اساسي ستونزو بولي.

د دوی پرخبره، اوس‌مهال په ټول هېواد کې د بوټونو جوړونې ۶۰۰ فابریکې شته، چې له دې ډلې یې ۲۰۰ فابریکې کم فعالیت لري او ۲۵۰ فابریکې بیا بشپړ فعالیت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام