«که نړۍ د افغانستان پر برخلیک معامله وکړي، هغوی ته به د رد ځواب ورکړم»

ولسمشر محمداشرف غني د شنبې په ماښام ارګ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي چې که نړۍ د افغان وګړیو پر برخلیک له چا سره معامله وکړي، دی به د رد ځواب ورکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې، د ده حکومت حاضر نه دی چې چا ته باج ورکړي یا هم د خلکو پر راتلونکې معامله وکړي.

ولسمشر دغه راز د هېواد د روان ناورین په مدیریت کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي چې که غواړي افغانستان کې د جمهوریت ستنې ټینګې پاتې شي، باید د خپل حکومت ملاتړ وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې ماتې نه ده خوړلې، بلکې د سولې لپاره یې نرمښت ښودلی دی.

ولسمشر غني سوله د خلکو او حکومت تر ټولو لویه غوښتنه ګڼلې او ویلي یې دي چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو د اقتصادي پیاوړتیا، له کورونا سره د مبارزې، غوره حکومتولۍ او د قانون د واکمنولو لپاره به هم هڅې روانې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام