که له ما سره اړیکه ونه ساتې؛ ويډیوګانې به دې خپرې کړم

سپوږمۍ: د کار چاپېریال رښتیا هم خراب دی. هېڅ امکان نه لري، چې تاسو په دفتر کې کار وکړئ او له جنسي ځورونو خوندي پاتې شئ. دا شونې نه ده، چې نارینه په کاري محیط کې خپلې چارې وکړي او له مېرمنو ګوښه وي.

دوه دولتي ادارو ته مې د دندې له پاره غوښتنلیک ورکړ، د نوم لیکنې فورمې له ډکولو سره سم راته تیلیفوني مزاحمت پيل شو. هر یو به له فورم نه زما شمېره اخیستله او یو ځل به یې راته زنګ وهلو.

یو ځل مې په یوې نادولتي ادارې کې د کار له پاره د خپل کاري اسنادو سوانح ورکړې، څو دقیقې یې د کار په دفتر کې وم، د دفتر یو مامور راته دومره زیر و، تا به ګومان کولو چې دې ځوان اصلاً په ټول عمر کې ښځینه ذات نه ده لیدلې.

له دې چلن سره پوهه شوم، چې دا زما له پاره خوندي کار ځای نه دی او سم لاسه مې دفتر پرېښود، دوی په هماغه ورځ زما د فيسبوک پته پیدا کړه او د ملګرتیا غوښتنه یې وکړه.

دومره بې شخصتي یې وکړه، چې بلاک مې کړ. دا په افغانستان کې د مېرمنو روزګار دی او زه به په هېڅ نارینه باور ونه کړم.

عارفه: شاوخوا پنځه کاله کېږي، چې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوم. په دې موده کې له ځورونو سره مخ شوې یم او زیاتې ترخې خاطرې لرم. ناسم او مقصدي کتل، ناوړه حرکتونه، ستغې خبرې او حتا لمسولو سره مخ شوې یم.

یو ځل زما یو همکار را ته وړاندیز وکړ، دومره ناراحته شوم، چې پرېکړه مې وکړه، چې استعفا وکړم. تېر کال مې په یوې انځوریزې رسنۍ کې کار وموند، د څو میاشتو له تېرېدو وروسته دفتر ته مې د خپرونو د چلوونکیو تګ را تګ زیات شو. یو ورځ یې را ته وویل، چې تاسو نه شئ کولی، چې مایکروفون په سم ډول په غوږ کې کېږدئ.

په کراره سره یې خپل لاس زما په غاړه کېښود او داسې يې وښوده، چې اصلاً یې فکر نه و، خو په بله ورځ بیا تکرار شوه او همدغه خبره یې وکړه.

غوسه شوم! ورته مې کړه، چې دا کار دې سم نه دی. په ځواب کې یې راته وویل، چې نه دې خوښېږي؛ پرون به دې نیوکه کړې وه. له دې خبرې سره په هماغه وخت له دفتره لاړمه او بیا ورنه غللم.

پروین: په یوې نادولتي ادارې کې مې کار پیدا کړ او هلته د ثبت او راجستر په برخه کې ماموره شوم.

هره ورځ به د ډوډۍ خوړلو پر وخت زموږ یو همکار راتللو او را سره کېناستلو به، غورې به مو کولې. یو ورځ یې را ته وویل، چې د نن غرمې ډوډۍ به د باندې وخورو، ما به ورته د ورور په نوم غږ کولو او باور مې پرې لرلو او ما یې هم وړاندیز منلو. کله چې هوټل ته لاړو په یوې خوا کې کېناستلو ومو ليدل، چې خپل مبایل یې د مېز په یوې برخې کې عیار کړی دی. زما لاس یې ونیولو او له خپلې خوا پورې یې ونیولم.

زه ترې څنګه ته شوم او ورته ومې ویل، چې څه کوې؟ را ته یې وویل، چې دا هر  څه مې په مبایل کې ثبت کړي دي، که له ما سره اړیکه ونه ساتې؛ ويډیوګانې به دې خپرې کړم. په هماغه وخت کې په چټکتیا سره دفتر ته راغلم، رییس ته مې خپله استعفا ولیکله، بې له کومې نیوکې له دفتره ووتلمه.

خو دغه لعنتي سړي بیا هم زما شا پرې نښودله، هر ګړۍ به یې پیغام را کولو چې ويډیوګانې دې خپروم.

بلاخره دې ته مجبوره شومه، چې دغه ولایت پرېږدم اوس هم وېرېږم، چې انځورنه مې خپاره نه کړي او عزت مې خراب نه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام