د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د افغانستان لویو ښارونو کې په ۷۰ سلنه شنو ځمکو ښارګوتي او خپل سرې ودانۍ جوړې شوي، چې که تر راتلونکو څلورو کلونو حالت دغه ډول دوام وکړي؛ د سترو ښارونو شنې سیمې به ختمې شي.
د ځمکې نړیواله ورځ په کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت له خوا ونمانځل شوه.
په دې نمانځل غونډه کې د چاپيریال ساتنې ادارې مسلکي معین غلام محمد ملکیار له ځمکې د ناسمې ګټې اخیستنې او د شنو سیمو دغصب په اړه اندېښنه وښوده او زیاته يې کړه په لویو ښارونو کې د شنو سیمو په ۷۰ سلنه ځمکه کورونه او سوداګریز مارکېټونه جوړ شوي دي.
ملکیار خبرداری ورکړ، که سترو ښارونو کې د شنو سیمو غصب دغه ډول دوام ومومي د اکسیجن له کموالي سره به مخ شو.
دی وايي، ادارې یې د ککړې هوا د مخنیوي په موخه لازم اقدام په پام کې لري.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی هم له هېوادوالو وغوښتل د هوا د پاکوالي په موخه دې شنو سیمو ته پاملرنه زیاته کړي.
دراني وویل، د هوا پاکوالي په برخه کې نه یوازې دولت بلکې هر افغان وګړی مسوولیت لري.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکو هم جوړې شوې غونډه د شنو سیمو رامنځته کولو او د ځنګلونو ساتنې په اړه خبرې وکړی او زیاته یی کړه، هڅه کوي راتلونکي کال په کابل کې په لس زره هکتاره ځمکه شنې سیمې جوړې کړي او دا پروګرام ولایتونو ته هم وغځوي.