ځايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د کندوز ښار اړوند «سهدرک» سیمه کې چې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ته نژدې ده، د افغان ځواکونو په یوې پوستې د طالبانو ډلهییز برید کې ۱۴ افغان ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
سرچینه وايي، نښتو څو ساعته دوام کړی چې د افغان ځواکونو دوه ټانګونه په کې له منځه وړل شوي او طالبانو د دغې پوستې ټول مهمات ځان سره وړي دي.
کندوز کې دغه سرچینه نیوکه کوي چې ان ۲۱۷ قول اردو چې د یادې پوستې قدمۍ کې ده، سیمې ته مرستندويه ځواکونه نه دي لېږلي.
په ورته وخت کې د ۲۱۷ قول اردو ویاند هادي جمال ویلي، برید کې ۲ سرتېري ټپیان شوي دي.
خو طالبانو اعلامیه کې ادعا کړې چې ۱۹ دولتي سرتېري يې وژلي دي.