کندوز په سقوط کې دی او ولسي جرګه د بحث له پاره اجنډا نه لري

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، چې ورځ تر بلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نا امنۍ ډیریږي، خو اداري پلاوی د عمومي غونډې له پاره کومه اجنډا نه لري.

له معمول سره سم د شنبې پر ورځ باید د ولسي جرګې عمومي غونډه نیول شوې وای، خو د ولسي جرګې غړي وايې، چې د اجنډا نه شتون له امله نن بې پلانه پاتې شول.

 د یادې جرګې غړي په اداري پلاوي نیوکه کوي او وایي، چې په ډیرو ولایتونو کې امنیتي وضیعت ښه نه دی، خو اداري پلاوی د دې پرځای، چې امنیتي مسوولین راوغواړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړې شکریه پیکار وایي، چې د کندوز وضیعت ډیر خراب دی، خو ولسي جرګه د عمومي غونډې له پاره هیڅ اجنډا نه لري.

د ولسي جرګې بله غړې فاطمه عزیزي بیا وایي، چې د ولسي جرګې عمومي غونډه د ځینو کړیو له خوا نه ده نیول شوې، ځکه چې هغوی نه غواړي د کندوز امنیتي ستونزې حل شي.

و مو غوښتل، چې په د د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر هم واخلو، خو له زیاتو اړیکو او هڅو وروسته بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام