کندهار کې ښځینه او نارینه په پراخه کچه د ولسي جرګې ټاکنو کې د ګډون په موخه د رایورکولو مرکزونو ته روان دي او د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته رایې ورکوي.
که څه هم د کندهار ولایت په مقام کې د تېرې اوونۍ پېښې د دې ولایت په ټولیز وضعیت ناسم اغېز کړی و، خو خلک بیا هم په پیاوړې اراده له کورونو راووتل او په ټاکنو کې یې ګډون وکړ.
د کندهارښار په ګډون د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې ټولټال ۱۷۲ ټاکنیز مرکزونه پرانستې وو، خو په پاتې ۲ ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله ټاکنې ونه شوې.
د کندهار په ټاکنو کې ګڼشمېر کندهاریانو ګډون کړی و چې د پاخه عمر لرونکو کسانو، معلولانو او په شرایطو برابرو ځوانانو ترڅنګ، پهکې د ښځینهوو ونډه هم د پام وړ وه.
رایورکوونکیو له سلاموطندار سره په خبرو کې ټاکنې په هېواد کې د روان وضعیت پایته رسولو لهپاره یوازینۍ لار وبلله او ټینګار یې وکړ چې افغانان نور د جګړې توان نهلري او پهکار ده چې د ټوپک پرځای، په خپلو رایو خپل راتلونکی سرنوشت وټاکي.
د کندهار اوسېدونکیو فیضمحمد او اغاجان وايي، د خپلې خوښې نوماندانو ته مو رایې ورکړې او په خپلې یوې رایې غواړو افغانستان جوړ کړي.
که څه هم د کندهار په ټاکنیزو مرکزونو کې د رایورکوونکیو ګڼهګوڼه ډېره وه، خو یوشمېر رایورکوونکي نیوکه کوي چې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ځینو مرکزونو ته په وخت ټاکنیز توکي رسولي نهدي او په یوشمېر نورو کې یاده پروسه په خپل وخت پیل شوې نهده.
د کندهار اوسېدونکي توریالی، عایشه او زلمی وايي، څو ساعتونه یې په لیکو کې انتظار کړی، خو اوس ورته وايي چې نوم مو د رایورکوونکیو په نوملړ کې نهشته. دوی زیاتوي، په ځینو مرکزونو کې رایپاڼې نهشته، ځینو کې د بایومټریک سېسټم نهشته او یا هم کار نهکوي او په یوشمېر نورو کې خلک له ګډوډۍ او بېنوبتۍ ستړي شوي دي.
بلخوا د کندهارښار عینو مینې، دویمې شمېر ښوونځي کې د یوه ټاکنیز مرکز مسووله سونا که څه هم یادې ستونزې مني، خو وايي وخت په وخت یې یادې ستونزې له خپل دفتر سره شریکې کړي او د ورځې په اوږدو کې به حل شي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو کندهار کې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو ګواښ کړی و، خو د دې راپور ترلیکلو، په یاد ولایتي کې کومه امنیتي پېښه شوې نهده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو په کندهار کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د نورو ولایتونو له تجربو نه په ګټې اخیستلو سره به په کندهار کې یادې ستونزې تکرار نهشي.
کندهار ولایت په ولسي جرګې کې ۱۱ څوکۍ لري چې ۸ یې نارینه او ۳ یې ښځینه دي او اوسمهال ورته ټولټال ۱۱۰ کسانو ځانونه نوماند کړي چې ۱۳ یې ښځینه دي.