کندهار؛ د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې پر یوه موټر چې د یوه محلي قوماندان غمي‌اغا د کورنۍ غړي په‌کې سپاره وو، د سړک غاړې ماین چاودلی چې له کبله یې ۵ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي سلام‌وطندار ته ویلي، یاده پېښه نن د یادي ولسوالي په زلخان سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، په چاودنه کې د دغه محلي قومندان مور، پلار، دوه خویندې او یوه لور وژل شوې او شپږ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې د یادې کورنۍ غړي د یوې کوژدې مراسمو ته روان وو چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودېدلی دی.

غمی‌اغا د پولیسو هغه افسر دی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د جنرال عبدالرازق څېرې ته د ورته‌والي امله شهرت موندلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې دغه چاودنه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې له دولت سره د سولې مخامخ خبرواترو په درشل کې دې د ماینونو له اېښودلو لاس واخلي.

خبرپاڼې د ولسمشر محمداشرف غني له قوله دا برید خواشینوونکی بللی او پر وسله‌والو طالبانو یې غږ کړی چې تاوتریخوالی، په تېره د ماینونو اېښودل چې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلي اصلي لامل ګرځي، ودروي او یوې تلپاتې سولې ه د رسېدو لپاره د سولې لویې مشورتي جرګې غږ ته لبیک ووايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام