کرېکټ؛ افغانستان پر ایرلینډ ریکارډونه جوړ کړل

افغانستان د حضرت‌الله ځاځي د تاریخي لوبې په مرسته د کرېکټ نړۍوالې شورا په چوکاټ کې د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې ۷۴۶مه شمېره سیالۍ تاریخي هغه وه چې بیلابیل ریکارډونه په‌کې هاخوا دې‌خوا شول.

افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړۍ لوبډله شوه چې په ۲۰ اوریزې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې (۲۸۹) منډې جوړې کړې او د زمبابوی پر خلاف د اسټرالوۍ لوبډلې د ۲۶۳ منډو ریکارډ یې مات کړ.

همدارنګه د افغانستان له‌پاره د حضرت‌الله ځاځي او عثمان غني د ۲۳۶ منډو ملګرتیا هم د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو اوږړده ملګرتیا وشمېرل شوه. دې ملګرتیا د اسټرالویانو ډارسي شارټ او ارون فینچ د ۲۲۳ منډو ریکارډ مات کړ.

ورته مطالب:

افغانستان له ایرلینډه د کرېکټ درېیم جام هم وګټلو

د افغانستان او ایرلینډ ۲۰اوریز سېریز په درجه‌بند‌ۍ څه اغېز لري؟

د افغانستان او هند تاریخي ټیسټ لوبې ۵ ریکارډونه

همدارنګه افغان اوپنر حضرت‌الله ځاځي خپلې ۵مه نړۍواله شل‌اوریزې لوبې کې په یوازې  ځان ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې د افغانستان له‌خوا لومړی او په نړۍواله کچه بیا له اسټرالوي اروپن فینچ وروسته ـ چې د زمبابوی پر خلاف یې ۱۷۲ منډې کړې وې‌ ـ دویم بیټسمین شو.

حضرت الله ځاځي د ایرلینډ خلاف په دویمه شل‌اوریزه لوبه کې په ۴۲ بالونو سلیزه جوړه کړه چې د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې درېیمه چټکه سلیزه هم وشمېرل شوه.

دغه راز نوموړي په لوبه کې ۱۶ شپږیزې ووهلې چې د اسټرالوي ارون فینچ د ۱۴شپږیزو ریکارډ یې هم مات کړ.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه شل‌اوریزه لوبه د ۲۰ اوریزه لوبو د تاریخ درېیمه هغه وه چې په ټولو ۴۰ اورونو کې ټولټال ۴۷۲ منډې جوړې شوې.

دغه راز افغان کرېکټ ملي لوبډلې په یوې ۲۰ اوریزې لوبې کې د زیاتو شپږیزو ریکارډ هم له ویسټ‌انډيزه په‌خپل نوم کړ چې په لوبه کې یې ۲۲ شپږیزې ووهلې.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبه کې د ۲۸ شپږیزو او ۳۱ څلوریزو ریکارډ هم مات شو او د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د بېګانۍ دویمې شل‌اوریزې لوبې د هېوادونو ترمنځ د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو د تاریخ څلورمه لوبه شوه چې د دواړو لوبډلو له‌خوا ۳۰ شپږیزې او ۳۵ څلوریزې ووهل شوې.

د افغانستان د ۲۷۸ منډو په ځواب کې میلمنه ایرلینډۍ کرېکټ ملي لوبډله په ۱۹۴ منډو بریالۍ شوه چې د ۸۴ منډو ماتې سره یی افغانستان ته د خپل کرېکټ تاریخ دریم د ۲۰ اوریزه لوبو داتلولۍ جام ۲ د ۰ بریا په وړاندی وبایله چې وروستۍ لوبه به نن ماښام ترسره کړي.

دیادونې وړ ده چې ایرلینډ له ۲۰۱۳ کال راهیسي له افغانستان نه کومه شل اوریزه لوبه نه ده ګټلی او په بریا سره افغانستان د ایرلینډ خلاف د ۲۰ اوریزه لوبو دریم جام هم وګاټه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام