کرکټ نړیوال جام: افغانستان نن له اتلولۍ دفاع کوونکې لوبډلې سره سیالي کوي

ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله د هندوستان په کوربتوب د ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام (لس غوره) لوبډلو پړاو له دفاعي اتلې سریلانکا خلاف لوبه پیل کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د مهال وېش له مخې به د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ نن د افغانستان په وخت د شپې ۶ نېمې بجې په (کلکته) کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

ویل کېږي چې په کلکته کې به زیات شمېر کرکټ مینوال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هرکلي او تشویق په موخه لوبغالي ته ورشي.

په همدې حال کې د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي انضمام الحق د کرکټ بورډ له خوا په خپور شوي ویډیو پیغام کې ویلي، چې افغانستان د کرکټ نړیوال جام تر (نیمه پاې لوبو) رسېدلې شي.

د نوموړي په وینا چې د یو روزونکي په توګه خپلې لوبډلې ته په کتو د دې چانس څخه انکار نشي کولای چې افغانستان دویم پړاو ته رسېدلې شي.

د انضمام الحق په وینا افغانستان د نړیوال جام په دویم پړاو کې له ۴ مخکښو کرکټ لوبډلو سریلانکا، سویلی افریقې، انګلستان او ویسټ انډيز سره لوبې کوي، چې ورته ښه تیارې لري.

د نوموړي په وینا، که افغانستان د نړیوال جام په لومړي (ټاکنیز) پړاو په څیر لوبې نندارې ته وړاندې کړي نو ښې پایلې به ولري.

روزونکي زیاته کړه، چې افغانستان ته د نړۍ د غټو لوبډلو خلاف ډېر د لوبېدو چانس نه پیدا کېږی او اوسمهال چې کرکټ ملي لوبډلې دغه چانس ترلاسه کړې باید ډيره ګټه ترې واخلي او ښه ولوبیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل له پاره (سوپرټین) پړاو ته لاره پیدا کړه؛ چې د هانګ کانګ او سکاټلینډ ترڅنګ یې ټیسټ لوبډله زمبابوې هم کور ته رخصت کړه.

د ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو (لس غوره) لوبډلو پړاو پرون د کوربه لوبډلې هندوستان په ماتې خو د همدې هېواد د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په سترې بریا سره پیل شو.

په ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ۱۰ غوره لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي، چې افغانستان له سریلانکا، سویلی افریقې، انګلستان، ویسټ انډيز سره او کوربه هندوستان بیا له پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو سره په ګروپ کې شامل ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام