کرکټ بورډ: وقاریونس نه خو ډېر ژر به بل روزنکی اعلان شي

افغان کرکټ بورډ د ټولنیزو رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی تیزبالر وقاریونس به د روزونکي په توګه وګوماري.

افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي (ټویټر) پاڼه کې د روزونکي په توګه د وقاریونس ټاکنې په اړه ټول خپاره شوي خبرونه بې اساسه او دروغ یاد کړي دي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې له بیلا بیلو هیوادونو څخه یې عریضې ترلاسه کړي او ژمنه کوي، چې ډير ژر به د پخواني روزونکي پاکستاني انضمام الحق په ځای د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره نوی بهترینه مشر رووزنکی غوره او اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په وروستیو کې د یو اوږده سفر له پاره له سکاټلینډ، ایرلینډ او هالینډ کرکټ ملي لوبډلو سره د سیالیو په موخه د اروپا په سفر وخوځیږي.

په همدې حال کې د پاکستان یو شمیر مخکښه رسنیو کې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې افغان کرکټ بورډ د مشر روزونکي په توګه له وقار یونس سره اړیکه نیولې خو زیاتوي، چې پخواني پاکستاني روزونکي وقاریونس د افغان کرکټ بورډ دغه وړاندیز رد کړی دی.

د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د ۲۰۱۶ م ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پای ته رسیدو سره سم پاکستاني کرکټ بورډ له افغانستان څخه انضمام الحق خپل بورډ ته د ټاکوونکي ډلګۍ د مشر په توګه جذب کړ.

له هغې راهیسې افغان کرکټ بورډ د بل مشر روزونکي د پیدا کولو لړۍ پیل کړې ده، چې د تیرې (می) میاشتې په ۲۹ مه نیټه د عریضې اخیستلو نيټه هم پای ته ورسیده.

کرکټ بورډ اوسمهال په ترلاسه شویو عریضو کې غورچاڼ کوي، ترڅو د ازموینې له پاره ترې څو روزونکي غوره او بیا په ټولو شرایطو برابر روزونکي د کرکټ اسیایي او نړیوالې شورا د استازو په شتون کې بریالی اعلان کړي.

دغه راز د کرکټ زیاتره مینه وال له افغان کرکټ بورډ څخه غواړي، چې کرکټ ملي لوبډلې ته د راشد لطیف، کبیرخان او انضمام الحق د استعفا وروسته د بل پاکستاني روزونکي له ټاکلو څخه لاس واخلي.

د دوی په وینا، پاکستاني روزونکي له افغان کرکټ بورډ سره په اخلاص کار نه کوي او خپل هدف لټوي، چې وروستی مثال یې انضمام الحق وو، چې په نیمه لار کې یې افغان کرکټ ملي لوبډله پریښوده.

یو شمیر مینه وال د وقاریونس د ټاکلو سره هم مخالف دي، چې په وینا یې هغه روزونکي چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله یې له منځه یوړله څرنګه کولای شي د افغانستان د کرکټ پرمختګ سره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام