کامدېش د وسله والو له لوري کلابند شوی

د نورستان د ولایتي شورا رییس انجینیر سعادالله پاینده زوی سلام وطندار ته ویلي، چې تېره ورځ د دولت مخالفو وسله والو د یاد ولایت پر کامدېش ولسوالۍ ډله ییز برید کړی، چې په نتيجه کې يې ۹ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له تېرو پنځوو کلونو راهیسې د ولسوالۍ ټول پرسونل د کامدېش په نامه کلي کې په دولتي چارو بوخت دي او نوره ټوله د کامدېش ولسوالۍ د وسله والو په ولکه کې ده.

د پاينده زوی په وينا په دغه جګړه کې ۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې که افغان حکومت د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو د وسله والو مخالفينو د جګړو له امله به د کامدېش اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شي.

په دې اړه د نورستان ولایت امنيتي چارواکي حاضر نه دي، چې رسنيو ته جزيات ورکړي، خو له دې وړاندې يې په کراتو ويلي، چې دوی د کامدېش ولسوالۍ د نيولو له پاره خاص عملياتي پلانونه په پام کې نيولي دي او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله مخاليفینو له شتون څخه پاک کړي.

له دې وړاندې د نورستان امنيه قومندانۍ په کراتو ویلي، چې په کامدېش ولسوالۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو په ګډون ګڼ شمېر نور بهرني جنګيالي هم اوسېږي.

 

له بل لوري وسله والو طالبانو په خپل ویب پاڼه کې بیا د جنګياليو د زیاته وژنو ادعا ردوي.

دوی برعکس ادعا کوي، چې د نورستان په کامدېش کې د بریدونو له امله ۱۲ تنه پولیس وژلي او ۹ نور يې ټپيان کړي دي.

دوی دغه بریدونه د عزم عملیاتو یوه برخه ګڼلې او زیاته کړې يې ده، چې دغه جګړه څو ساعته دوام وکړ.

د وسله والو طالبانو د خبر له مخې په یاده جګړه کې يې ۲ جنګيالي وژل شوي او ۴ نور يې ټپيان دي.

کامدېش د نورستان په ختیځ کې د پاکستان سره پرته سرحدي ولسوالي ده، چې چې تل د وسله والو تر بریدونو لاندې پکې دولتي چارواکي او سيمه ییز اوسیدونکي شپې سبا کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام